د ایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب ۴۱ کلیزه دې ټولو ته مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87874-د_ایران_داسلامي_انقلاب_دبریالیتوب_۴۱_کلیزه_دې_ټولو_ته_مبارک_وي
د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په لاریون کې د بیلا بیلې پرګنې او مختلفو عمرونو خلک په تیره بیا د انقلاب څلورم نسل ډیر جوت دې او د سردار شهید سلیمانی د شهادت له څلویښتی سره په یو وخت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې یو وخت والی لاریون ته یو خاص رنګ ورکړې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2020 09:24 Asia/Kabul
  • د ایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب ۴۱ کلیزه دې ټولو ته مبارک وي

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په لاریون کې د بیلا بیلې پرګنې او مختلفو عمرونو خلک په تیره بیا د انقلاب څلورم نسل ډیر جوت دې او د سردار شهید سلیمانی د شهادت له څلویښتی سره په یو وخت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې یو وخت والی لاریون ته یو خاص رنګ ورکړې دې .

د ایران ملت نن  په زرو ښارونو او څلور زره دوه سوه کلیو کې د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم او میلیونی لاریون کې په خپل ګډون سره نړیوالو ته وښودله چی اسلامی انقلاب ژوندې ، ولایت مداره او د جهاد او مقاومت په رڼا کې خپلې لارې ته  په قدرت سره دوام ورکوی .

ایرانیان په داسې حال کی چی د اسلامی ایران بیرغونه یې په لاس کې دي مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکوی .

Image Caption

 

ایرانی ملت په دغه عظیم لاریون کې په خپل پراخ او ولولناک شتون سره یو ځل بیا د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره بیا بیعت کوی . د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په لاریون کې د بیلا بیلې پرګنې  او مختلفو عمرونو خلک په تیره بیا د انقلاب څلورم نسل ډیر جوت دې  او د سردار شهید سلیمانی د شهادت له څلویښتی سره په یو وخت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې یو وخت والی لاریون ته یو خاص رنګ ورکړې دې .

 په درست اسلامی ایران کی شپږ زره ایرانی او بهرنی خبریالان د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریون دستورواو د سباون لسیزې پروګرامونو ته پوښښ ورکوی .

د ایران خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې همداراز د امریکا او صیهونیسټ رژیم د بیرغونو په سوزولو او د امریکایی ترهه ګرو د تابوت په وړلو سره له لویدیځې اسیا د هغو د وتلو په ضرورت ټینکار وکړ .

Image Caption

 

مونږه هم یو ځل بیا د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکی واړندی کوو .