د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په ځیرتیا ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87877-د_نړیوال_استکبار_د_دسیسو_په_وړاندې_په_ځیرتیا_ټینګار_وشو
د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کی ګډون کونکیو په دغه پریکړه لیک کې د شهید سلیمانی او ابومهدی المهندس او نورو شهیدانو د ترور په دلیل له امریکا د سخت غچ اخیستلو لپاره خپل جدی هوډ اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 11, 2020 14:42 Asia/Kabul
  • د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په ځیرتیا ټینګار وشو

د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کی ګډون کونکیو په دغه پریکړه لیک کې د شهید سلیمانی او ابومهدی المهندس او نورو شهیدانو د ترور په دلیل له امریکا د سخت غچ اخیستلو لپاره خپل جدی هوډ اعلان کړ .

د ایران خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې له سخت ساړه ، واورې او ورښت له وریدو سره سره د سلواغې د ۲۲ نیټې په پرتمین لاریون کې په خپل میلیونی شتون سره  یو ځل بیا د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح ،  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  او انقلاب د شهیدانو په تیره بیا د سردار شهید سلیمانی له ایډیالونو سره بیا بیعت وکړ .

Image Caption

 

د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کی ګډون کونکیو په دغه پریکړه لیک کې د شهید سلیمانی  او ابومهدی المهندس او نورو شهیدانو د ترور په دلیل له امریکا د سخت غچ اخیستلو لپاره خپل جدی هوډ اعلان کړ .

د ایران خلکو همداراز په دغه پریکړه لیک کی زیاته کړی ده چی له لویدیځې اسیا د امریکایی نیواکګرانو تر بشپړې وتلو او د صیهونیسټ رژیم تر نابودۍ به خپل مقاومت ته دوام ورکړی .

Image Caption
Image Caption

 

په لاریون کی ګډون کونکیو همداراز د پیړۍ د شرمونکی معاملې په غندلو سره ټینګار وکړ دغه خبیثانه طرحه به د مسلمانانو او د نړۍ د ازادی غواړو په مقاومت سره د تاریخ د ګند په ټوکرۍ کې وغورځول شي .