دخلکو ملګرتیاد اسلامی انقلاب د پاتیکیدا راز
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87880-دخلکو_ملګرتیاد_اسلامی_انقلاب_د_پاتیکیدا_راز
د اسلامی انقلاب په بیلا بیلو ډګرونوکی د ایرانی ولس اغیزمن شتون او له اسلامی جمهوری نظام سره د هغو ملګرتیا د ایران قدرت او دفاع ولسی کړی ده . د خلکو همدغه شتون د امریکا په شمول د دښمنانو ګواښونه او دسیسې شنډې کړی دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 11, 2020 15:42 Asia/Kabul
  • دخلکو ملګرتیاد اسلامی انقلاب د پاتیکیدا راز

د اسلامی انقلاب په بیلا بیلو ډګرونوکی د ایرانی ولس اغیزمن شتون او له اسلامی جمهوری نظام سره د هغو ملګرتیا د ایران قدرت او دفاع ولسی کړی ده . د خلکو همدغه شتون د امریکا په شمول د دښمنانو ګواښونه او دسیسې شنډې کړی دي .

د ایران درستو خلکو د سلواغې د ۲۲ نیټې په یوم ا... کې یو ځل بیا د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په عظیم او پراخ لاریون کی په شتون سره په دغه انقلاب کې خپل اغیزمن رول وښوده. په ډګر کی د ایرانی اولس همیشنې شتون د اسلامی انقلاب د پاتیکیدا د راز  یوه اصلی مولفه ده  او دغه مهم اصل  د ایران اسلامی انقلاب یو ځل بیا په نړۍ کې له نورو انقلابونو سره متمایز کړې دې . 

د اسلامی انقلاب په بیلا بیلو ډګرونوکی د ایرانی ولس اغیزمن شتون او له اسلامی جمهوری نظام سره د هغو ملګرتیا د ایران قدرت او دفاع ولسی کړی ده . د خلکو همدغه شتون د امریکا په شمول د دښمنانو ګواښونه او دسیسې شنډې کړی دي .

د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران له خلکو سره په امریکا کې د بیلا بیلو حکومتونو دښمنۍ ښی چی امریکایی چارواکی له اسلامی انقلاب سره د خلکو په ملګرتیا غوسه دي ځکه چی دا خلک د هغو په وړاندې محکم بند او خنډ دي . د ټرمپ په راتلو سره له ایرانی ملت سره د دغه هیواد دښمني او کینه  زیاته شوی ده او د ټرمپ حکومت عملا د ایران خلک هدف ګرځولي دي .

امریکایانو په تیر یوه کال کې په اقتصادی  او حکومتی ترهه ګرۍ سره ډیره هڅه وکړه له اسلامی جمهوریت څخه د خلکو صف او لیکه جلا کړی او اختلاف رامینځته کړی  خو له اسلامی انقلاب سره د خلکو د ملګرتیا پیاوړی مولفې د امریکایانو هلې ځلې ناکامه کړي دي . د سردار شهید سلیمانی د جنازې په دستورو کې د درست ایرانی ولس میلیونی شتون وښودله چی امریکایان حتی د حکومتی ترهه ګرۍ په اوزار سره هم د ایران په ټولنه کی اختلاف نشی رامینځته کولې . په دې مینځ و میان کې په لویدیځې اسیا کې د مقاومت د جبهې د قوماندان د ترور یوازنۍ پایله له سیمې د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره په یوه غږ  ولسی غوښتنه ده چی نن سبا یې له امریکا د سیمې د خلکو کرکه دوه چنده کړی ده .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ګل په ورځ په تهران کې ددیره نورو هیوادونو له سفیرانو ، اوددفترونو له مشرانوسره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران  له واقعیَتونو غلط  یا نیمګړی اخستون  د ډيرو خطرناکو سیاستونو لامل شوی  روښانه کړه، د جنرال قاسم سلیماني  او ورسره دشهیدانو د جنازو په دستورو کې د ولس میلیوني شتون ، د امریکا له سیاستونو د ایران او د سیمې دولسونو دکرکې او نفرت ښودنه  کوي .

د سلواغې د ۲۲ نیټې د سږ کال د عظیم لاریون په شمول د اسلامی انقلاب  په بیلا بیلو ډګرونو کې  د ایرانی ولس اګاهانه او  همیشنې شتون نړیوالو په تیره بیا امریکا  ته دا پیغام ورلیږی چی اسلامی انقلاب  له یوې ډاډمنې اجتماعی پانګې برخمن دې چی د هغې په سیوره کې اسلامی انقلاب له درستو دسیسو سره سره د خپل بریالیتوب د ۴۱ کلیزې جشن لمانځی . د خلکو همدغه ملګرتیا چی د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم لاریون کی ولیدل شوه او په راتلونکیو لسو ورځو کې به د اسلامی شورا په انتخاباتو کې هم تکرار شی ، د دې ښودنه کوی چی د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د دوهم ګام د بیانیې په چوکاټ کې خپل مخ ته روښانه افقونه ولرلې شي .