له ایران سره دامریکا د مرستو ډنډوره دتاریخ ستر دروغ دي
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکایان په ایران او لویدیځي آسیا سیمې کې د ترهه ګرو جنایتونو ترټولو ستر مسئول دي ، وئيلی دي ، په دغو شرائطو کې د امریکایانو افکار او د دوي د غلط او ترهه ګر تفکر بیخ بینائۍ او بنیاد، د نړۍ لپاره لازیات روښانه شوی دی
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د حکومتي کابینې په غونډې کې له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره دمرستې په باب دامریکائي چارواکو ادعا ته په اشارې سره وئیلي دي ،هغه غیر قانوني ،ترهه ګر او ظالمانه بندیزونه چې دامریکا له خوا د ایران پر ولس تپل شوي ، د ایرانیانو لپاره ئې ډير مشکلات رامینځةکړي دي .
ډاکټر روحاني ټينګار کړی ،امریکایان که غواړي ،له ایران سره مرسته وکړي ،نو د تیلو د خرڅلاؤ ،دبانکي مبادلاتو،د درملو او خوراکي موادو او حتی د لومړنیو موادو د مبادلو پشمول دې په بیلابیلو زمینو کې دایرانیانو د فعالیتونو له لارې وغړیږي او خنډونه دې نه جوړوي .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکایان په ایران او لویدیځي آسیا سیمې کې د ترهه ګرو جنایتونو ترټولو ستره مسئوله ده،وئيلی دي،په دغو شرائطو کې د امریکایانو افکار او د دوي د غلط او ترهه ګر تفکر بیخ بینائۍ او بنیاد، د نړۍ لپاره لازیات روښانه شوی دی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ایراني چارواکي او خلک به په غږملتیا، یوموټيتوب او ملګرتیا سره ، له اوسنیو سختو شپو ورځو هم سرلوړي تیر شي روښانه کړې ده ، نړۍ په ډيرو علمي اوروغتیائي زمینو کې د اسلام او ایران د فرهنګ پامته داره ده .
دا سلامی ایران ولسمشر همداراز د تولید دغورځنګ او حرکت په نامې سره د نوي۱۳۹۹ لمریز کال نومولو ته په اشارې سرههم ووئيل ،د تولید د حرکت چټکټیا او زیاتولو ته د درسیدو لپاره د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو سره دښو اړیکو درلودل ضروري دي .