ټول حکومتونه او ولسونه دې له کرونا سره د مقابلې په موخه متحد شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د کُرونا ناروغۍ خپریدل په یوې نړیوالې مسئلې بدل شوې دي، وویل: له دغې وبا سره د مبارزې لپاره پکار دي چې ټول حکومتونه او ولسونه د یو بل ترڅنګ ودریږي.
ولسمشر حسن روحاني پرون د تیونس له نوي منتخب ولسمشر قیس سعید سره په ټیلیفوني خبرو کښې هغه ته د ولسمشرۍ او هم داشان د دغه هیواد د ملي ورځې د مبارکۍ په ورکولو سره وویل: نن سبا له کرونا سره مقابله او د انسانانو د ژوند ساتنه په نړۍ کښې د ټولو ګډو اقداماتو او ملګرتیا ته ضرورت لري.
هغه په دې خبرې سره چې د امریکې حکومت په دې سختو حالاتو کښې هم د ایراني ولس خلاف خپل ظالمانه اقدامات او بندیزونه سخت کړې دي، وویل: د خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د درملو او انساندوستانه مرستو د رارسیدو او د ایران د بانکي اړیکو مخنیوی د انساني قواعدو او د ملګرو ملتو د قوانینو خلاف ورزي ده.
د اسلامي ایران ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د نړۍ هیوادونه باید د امریکې دغه بشري ضده اقدامات وغندي، څرګنده کړه: تیونس د امنیت شورا د غیردائمي غړي په توګه دنده لري چې د ظالمانه او انساني ضده بندیزونو خلاف د نړیوالې ټولنې د دریدنې په لاره ګام پورته کړي.
په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د تیونس ولسمشر قیس سعید هم د سیمه ایزو، نړیوالو او د اسلامي نړۍ د مسائلو په وړاندې د ایران د مقتدرانه دریځونو په قدرونې سره څرګنده کړه: له ایران سره د ملګرتیا او اړیکو هراړخیزه پراختیا او د مضبوطو او تاریخي دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د تیونس لپاره ډیره مهمه ده.
هغه همداشان د ایران د ولس خلاف د امریکې په لګیدلو غیرانساني بندیزونو باندې په نیوکې سره وویل چې په دې حالاتو کښې ملګري ملتونه باید د ټولو ولسونو خیال وساتي.