په ايران کښې په کورونا اخته له يولسو زرو زياتو کسانو شفاء بيامونده
(last modified Fri, 27 Mar 2020 11:03:39 GMT )
Mar 27, 2020 15:33 Asia/Kabul
  • په ايران کښې په کورونا اخته له يولسو زرو زياتو کسانو شفاء  بيامونده

د ايران د روغتيا وزارت وويل، تر اوسه يولس زره يو سل درې دېرش هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په مرکه کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته دوه دېرش زره او درې سوه دوه دېرش تنو په اشارې سره وويل، په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د يو سل څلور څلوېښتو نور کسانو په مړينې سره په ايران کښې د مړو شمېر دوه زره درې سوه اته اويا تنو ته اورسېد.

همدارنګ د دغې خپرېدونکې بيمارۍ نورو ته له منتقلېدو څخه د مخنيو په خاطر په ايران کښې له نن سحر څخه د اپرېل تر دريمې نېټې پورې په غونډو جوړولو او غېر ضروري تګ راتګ باندې بنديز ولګېد.

همدارنګ د ايران د وسله والو ځواکونو په مرستې او د خلقو د مختلفو پرګنو په ملګرتيا سره د بيړه ناک تشخيص، له بيمارانو سره په تماس کښې د نورو کسانو لټون، د قرنطينه شويو بيمارانو له نورو نه د بيلولو او په کورونا وائرسو د اخته کسانو د علاج معالجې اقدامات په تېزۍ سره د ترسره کېدو په حال کښې دي.

 

ټیګونه