هیوادونه دې د یو بل له تجربو ګټه پورته کړي
(last modified Tue, 07 Apr 2020 03:08:52 GMT )
Apr 07, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • هیوادونه دې د یو بل له تجربو ګټه پورته کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هیوادونه او حکومتونه د یو بل له مرستې، ملګرتیا او له تجربو له کار اخیستو پرته له کرونا وایرس سره د مقابلې له روانو حساسو حالاتو نه شي تیریدې.

ولسمشر حسن روحاني پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې د ایران لپاره د بندیز په دې حالاتو کښې له کرونا سره مبارزه له نورو هیوادونو ګرانه ده، زیاته کړه: د امریکې حکومت د ایران خلاف د غیرقانوني بندیزونو په لګولو سره د نړیوالو اصولو د خلاف ورزۍ ترڅنګ، په ۲۰۰۵ کال کښې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا تصویب شوي روغتیايي مقررات هم تر پښو لاندې کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر په نړۍ کښې د کرونا وایرس د خپریدو په دوران کښې د هیوادونو ترمینځ د اوربند د اعلانیدو لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د نوښت په هرکلي سره ټینګار وکړ: د اروپا له خوا په برجام ایټمي موافقه کښې په ژمنو باندې عمل او د بندیزونو ختمول یو ضرورت و او په روانو خاصو حالاتو کښې یې اهمیت څوچنده زیات شوی دی.

ولسمشر حسن روحاني په عراق کښې د امریکې وروستي تحرکات یو خطرناک او د دغه هیواد او سیمې د امنیت په تاوان کار وباله او یادونه یې وکړه چې ایران په سیمه کښې د هیڅ ډول شخړې هرکلې نه کوي او تل به په سیمه کښې د صلحې او پایداره ثبات د رامینځته کولو کوشش وکړي.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې د فرانسې ولسمشر هم د کرونا د خپریدو د وضعیت او ورسره په اروپايي هیوادونو کښې د مقابلې د څرنګوالي په هکله د یو رپورټ په وړاندې کولو سره هیله وښودله چې د اینسټکس نومې مالي حل لارې په کارولو سره د ایران او اروپا ترمینځ تبادلات زیات شي او متقابلې مالي ملګرتیاوې په لااسانه توګه ترسره شي.

مکرون هم داشان د سیمې د صلحې، ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې د ایران او فرانسې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ او تعاملاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

ټیګونه