ایران کښې د افغانستان د ښاریزو مفته درملنه کیږي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په کورونا وایروس د ککړیدا په بڼه کښې د افغانستان د ښاریزو په مفت ډول درملنې ټینګار وکړ .
حسن روحاني پرون د ایران په ختیځ کښې د خراسان جنوبي ولایت له والي محمد صادق معتمدیان سره په ویډیويي کانفرنس کښې په دې خبرې ټینګار سره چې روغتیايی پروټوکولونه باید په سرحدونو کښې په دقت سره رعایت شي وویل له کورونا سره د ایران د مقابلې د ملي کمیټۍ د مصوبې پراساس په کورونا وایروس د ککړیدا په بڼه کښې په ایران کښې د افغانستان د وړونو او د خویندو درملنه په وړیا او مفت ډول ترسره کیږي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په نړۍ کښې د کورونا وایروس خپریدا ته په اشارې سره وویل ګاونډي هیوادونه باید په دغو شرایطو کښې له یوبل سره ملګرتیا وکړي .
د ایران د خراسان جنوبي ولایت والي محمد صادق معتمدیان هم له کورنا ناروغۍ سره په مقابلې کښې د دغه ولایت د حالت په هکله د یوه(۱) راپور په وړاندې کولوسره یادونه وکړه د روغتیا پروټوکولونو رعایتولو ته په پام سره یوازې پینځه(۵) خارجیان د دغه ولایت په روغتونونو کښې بستري شوي چې درې (۳)تنه یې د افغانستان او دوه (۲) نور د پاکستان ښاریز دي او ددوې درملنه هم شوي ده .
له دې مخکې د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور په دې خبرې سره چې سلامتیا د انسانانو لومړی حق دی ډاګینه کړه د روغتیا او د درملنې هر هغه اقدام چې د ایران د خلکو لپاره ترسره کیږي د افغانستان دښاریزو په شمول به د بهرنیو وګړو لپاره هم ترسره شي .
هغه د امریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره سره له کورونا وایروس سره په مقابلې کښې د ایران د سلامتیا د نظام ستونزو ته په اشارې سره وویل د ایران د روغتیا وزارت به له دغو مشکلاتو سره سره د هیواد د کورنیو مشکلاتو د ختمیدا په بڼه کښې خپل امکانات ګاونډیو هیوادونو او حتی د نړۍ ټولو خلکو ته ورکړي .