په ایران کې په کرونا ککړڅه د پاسه ۷۷زره کسان ښه شوي دي
(last modified Sat, 02 May 2020 10:30:34 GMT )
May 02, 2020 15:00 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړڅه د پاسه ۷۷زره کسان ښه شوي دي

د وروستیو احصایو په اساس په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو درې میلیون او پنځه لکه تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه دوه لکه څلوریښت زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه یومیلیون کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې له خبریالانو سره  په خبرو کې  په ایران کې  په کرونا ویروس  دککړو وروستیو احصایو  ته په اشارې سره چې  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغې ناروغۍ ککړ اته سوه  دوه  کسان ښه شوي دي زیاته کړې ده ،تر دې دمه  دتشخیص د قطعي معیارونو  او مقرراتو په اساس په  ا یران کې په کروناویروس  شپږ نوي زره څلور سوه ا ته څلویښت  کسان ککړ شوي دي .

 جهانپور  همدرااز په تیرو ۲۴ساعتونو کې د پنځه شپیتو کسانو مړینې ته په  اشارې سره یادونه کړې ،په ایران کې  په کرونا ویروس کابو اتیا فی صدي  ککړ کسان  ښه شوي  او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

د وروستیو احصایو په اساس  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو درې میلیون او پنځه لکه تنو ته رسیدلی  چې له دغو کسانو  لږترلږه دوه لکه څلوریښت زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه یومیلیون کسان هم  له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 همداراز راپور ښئ  امریکا هماغه راز د کرونا ویروس  دککړو هیوادونو په سر کې دی ،  او په امریکا کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو  کسانو شمیر یو  میلیون  یو لک یودیرش زره  پنځه سوه، د قربانیانوشمیر ئې پنځه شپيته زره پنځه سوه تنو ته رسیدلی دی  همداراز په اروپائي هیوادونو کې  هم په  کابو دوه میلیون کسان  ککړ شوي او په لسګونو زره مړه شوي هم دي .

 

ټیګونه