په ایران کې په کرونا ویروس څه دپاسه ۸۵زره ککړکسان ښه شوي
وروستي راپورونه ښئ په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه څلور میلیون تنو ته رسیدلی چې له دغې شمیرنې ، لږترلږه دوه لکه شپږ اویا زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداشان کابو یو میلیون درې لکه پنځه نوي زره کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور نن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو دد وروستیو شمیرنو په باب ددې خبرې په کولو سره چې پهتیرو ۲۴ساعتونو کې نور یو زر پنځه سوه نهه ویشت ککړ کسان پیژندل شوي زیاته کړې ده ، تر دې دمه د تشخصی د قطعي معیارونو په اساس ، په ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر یو لک شپږ زره او دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی دی .
هغه همداراز دپه تیرو شواروز کې د اته څلویښت کسانو مړینې ته په اشارې سره وظیلي دي ، له بده مرغه ددغوکسانو پشمول په ایران کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر شپږ زره پنځه سوه نهه اتیا تنوته رسیدلی دی .