قرقېزستان ته د ايران د درمليزو او روغتيائي سامانونو لېږد
د ايران د خراسان رضوي صوبې د قتصادي چارو د غږملتيا مرستيال قرقېزستان ته له کورونا سره د مقابلې لپاره د درمليزو او روغتيائي سامانونو د لېږد خبر ورکړ.
د ايران د خراسان رضوي صوبې د اقتصادي چارو د غږملتيا مرستيال علي رسوليان نن له ايرنا سره په مرکه کښې وويل: دغه بشردوستانه سامانونه د درملو په اته پنځوس کاټنونو، د اېن ۹۵ ډوله ماسکونو، د درې لايه ډوله ماسکونو، ګنونو، ايزوله يونيفارم، شېلډ، د جراحۍ دستانو او هېنډ راب په شان د مختلفو روغتيائي سامانونودوه سوه شل کاټنونه شامل دي.
د دغه رپوټ له مخې د قرقېزستان د ټرانسپورټ وزير او د روغتيائي ادارې د وزير قائمقام په بېشکک کښې دغه سامانونه ترلاسه کړل.
له دې مخکښې هم د ايران له خراسان رضوي صوبې څخه له کورونا سره د مقابلې لپاره روغتيائي سامانونه تاجېکستان ته ولېزل شول.