په ايران کښې تقريباً ۹۹ زره کورونائي بيماران روغ شول
(last modified Wed, 20 May 2020 11:57:49 GMT )
May 20, 2020 16:27 Asia/Kabul
  • په ايران کښې تقريباً ۹۹ زره کورونائي بيماران روغ شول

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته ۹۸ زره ۸۰۸ تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې دوه زر ۲۴۶ نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک شپږويشت زره نهه  سوه نهه څلوېښت تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د ۶۴ تنو مړينې ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو  شمېر اوه زره ۱۸۳ تنو ته رسېدلے دے.

په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له پينځو ميلينو اوړېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه درې لکه پينځويشت  زره تنه مړۀ شوي دي او له يو ميلين دوه لکه اتيا زرو نه زيات هم مړۀ شوي او تقريباً دوه ميلين تنه هم تر اوسه ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه