د پاسدارانو لښکر:
فلسطين هم هغه شان د مهمو سيمه ايزو، نړيوالو او اسلامي مسائلو په سر کښې دے
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر وويل، د فلسطين موضوع هم هغه شان د مهمو سيمه ايزو، نړيوالو او اسلامي مسائلو او اندېښنو په سر کښې شتون لري.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر نن په يوې بيانيه کښې د قدس د نړيوالې ورځې په قدرونې سره تاکيد وکړ، د قدس د نړيوالې ورځې په توګه هر کال د روژې د مبارکې مياشتې د وروستۍ جمعې په نومولو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي حضرت امام خميني (رح) په سټراټيجک نوښت سره د فلسطين مسئلې ته د اسلامي امت او بشري ټولنې د پاملرنې په ميزان کښې د عطف ځلانده او ټاکونکے ټکے رامنځته شو.
د پاسدارانو د لښکر په بيانيه کښې راغلي دي، د فلسطين له آرمان او د قدس له آزادۍڅخه د ايران د اسلامي جمهوريت ملاتړ د اسلامي انقلاب د ژوند په اوږدو کښې د يو سټراټيجک هدف په توګه د صهيونېسټ رژيم او د هغه د خبيثو ملاتړو خوب ليدنې باطلې کړې.