علی لاریجانی د رهبری د مشاور او د نظام د مصلحت پېژندنې د ټولني د غړي په توګه ټاکل شوی
May 28, 2020 17:49 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په حکم سره علی لاریجانی د رهبری د مشاور او د نظام د مصلحت پېژندنې د ټولني د غړي په توګه وټاکل شو
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د یو حکم په صادرولو سره علی لاریجاني د اسلامي شورا د مخکني دورې رئیس د رهبری د مشاور او د مصلحت پېژندنې د ټولني د غړي په توګه ټاکلی دی.
د رهبری د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې په حواله، د حضرت ایت الله سید علي خامنه اي په حکم کې راغلې: ستاسو ګټورو تجربو ته په کتو سره چي د مختلفو څانګو په مدیریت کې او په تېره بیا د اسلامي شورا د درو دورو په ریاست کې یې لرئ، تاسو د رهبری د مشاور او د مصلحت پېژندنې د ټولني د غړي په توګه ټاکم.
حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړې: هیله ده چي دا مسئولیت د اسلامي نظام د لوړو موخو په خدمت وګرځي.
د خبر پای/.