د امام خمیني رح فکري منظومه د استکبار ضد بیرغواله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90511-د_امام_خمیني_رح_فکري_منظومه_د_استکبار_ضد_بیرغواله_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل د صهیونیزم او د سلطې د نظام د شیطاني غوښتنې په اپوټه د امام خمیني رحمت الله فکري منظومه د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د استکبار ضد د مقاومت او د ویښتیا بیرغواله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • د امام خمیني رح فکري منظومه د استکبار ضد بیرغواله ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل د صهیونیزم او د سلطې د نظام د شیطاني غوښتنې په اپوټه د امام خمیني رحمت الله فکري منظومه د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د استکبار ضد د مقاومت او د ویښتیا بیرغواله ده .

د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک سپاه پاسداران پرون د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د یودیرشمې (۳۱)کلیزې په مناسبت په یوې (۱ )بیانیې کښې ډاګینه کړه امام خمیني رح په نړیوالې کتنې او  د اسلامي امت وګړې په مخاطب ګرځولو سره   د مسلمانانو ترمینځ اتحاد او وفاق او د کلمې وحدت د استکباري ضد جبهې د رامینځته کولو او د اسلامي ملتونو او ټولنو ترمینځ د درز او د اختلاف او د تفرقې په رامینځته کولو کښې د اسلامي نړۍ د دښمانانو د ستراتيژۍ د ماتولو سریزه وبلله .

د ایران پوځ هم د حضرت امام خمیني رح د رحلت د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د کامل دفاعي توان په ترلاسه کولو سربیره په سیمه کښې د ټاکنې سویې ته رسیدلی دی او په لویدیځې اسیا کښې له بې ساري قدرت او عزت څخه برخمن شوی دی .