د امریکا او ایران تر مینځ د بندیانو د بدلولو د لړې غزېدا
Jun 11, 2020 17:37 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند اعلان وکړ چي د امریکا او د ایران تر مینځ د بندیانو د تبادلې لړۍ کېدایشي وغزول شي.
د خارجه وزارت ویاند سیدعباس موسوی زموږ خبریال سره په مرکه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو امریکا سره د بندیانو د تبادلې لپاره تیاري ښودلې.
موسوي زیاته کړه: څو تنه ایراني وګړي د بندیزونو څخه د سرغړونې په چټي تور د امریکا د حکومت له خوا په غیرقانوني توګه یرغمل شوي او په دې هیواد کې بندیان دي، د ایران د دولت له نظره دغه تورونه بې بنسټه دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د سویتزرلنډ د سفیر هڅو ته په اشارې سره وویل: که د بندیانو د تبادلې زمینه برابره شي د امریکا د حکومت له خوا د ایراني وګړو د چټي بندي کېدو موضوع هم تعقیب کړای شي.
د خبر پای/.