د حضرت امام رضا نیکمرغه زوکړه دې پرتاسو مبارک وي
(last modified Fri, 03 Jul 2020 07:58:30 GMT )
Jul 03, 2020 12:28 Asia/Kabul
  • د حضرت امام رضا نیکمرغه زوکړه دې پرتاسو مبارک وي

زمونږ خبریال وايي اسلامي ایران د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په جشن او خوشحالۍ کښې ډوب شوی .

نن د۲۰۲۰ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې دریمه (۳) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د ذیعقدې د میاشتې یولسمه (۱۱) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت علي ابن موسی الرضا علیه السلام له زوکړې سره سمون خوري .

د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د خوشحالۍ او د جشن مراسمو  او پروګرامونو چې له تیرې شپې راهسې د روغتیايی چارو او د ټولنیز واټن په رعایتولو سره په ټول اسلامي ایران په تیره بیا په مشهد کښې په امام رضا علیه السلام سپیڅلي حرم او په قم کښې په حضرت معصومه سلام الله علیها په سپیڅلي زیارت کښې پیل شوي نن هم دوام درلود .

حضرت امام رضا علیه السلم  د  یوسل اته څلویښتم (۱۴۸) هجري قمري کال د ذیعقدې د میاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه په مدینې منورې کښې زیږیدلی  و .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صدا وسیما د حضرت امام رضا ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو لوستونکو ته مبارکي وايي .