امریکا او اسرائیلو د ایران د پوځي مانورې پیغام ترلاسه کړی
زمونږ خبریال وایي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف د پیامبر اعظم څوارلس (۱۴) په نوم د پوځي مانورې په بریالي ډول ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په ښه ډول د دغه مانورې پیغام ترلاسه کړی دی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران د وسله والو ځواکونو په دفاعي نظریې کښې د ملي ګټو پرضد هیڅ اقدام بې ځوابه نه پاتې کیږي وویل د پیامبر اعظم څوارلس (۱۴) په نوم پوځي مانورې وښودله د دښمن د جبهې اقتصادي او وسله والو بایکاټونو د اسلامي ایران د یرغلیزې دفاع په بڼه خپلیدا ، د پوځي قدرت په لوړتیا او پرمختګ باندې هیڅ اغیز نه دی کړی .
رمضان شریف د ګاونډیو هیوادونو لپاره د سیمه ییز امنیت ساتل او د سولې پیغام د سپاه پاسداران د مانورې د طراحانو د نظر وړ موردونه وبلل او زیاته یې کړه د پیامبر اعظم د څوارلس (۱۴) په نوم د پوځي مانورې د یرغلیزو سناریوګانو مرکز له سیمه ورهاخوا د جنګي الوتکو د وړونکو بیړیو دښمن هیوادونو ته متوجه دی چې په سیمه کښې په خپل ناامنۍ رامینځته کونکي او ناجایز شتون او د حکومتي ترهګرۍ په دودولو سره په خپلو شیطاني ستراتيژیو کښې د ملتونو د شتمنیو او سرچینو چورتالان کول او لوټول تعقیبوي .