په نړۍ د لویدیځ د سلطې پړاؤ هم پاي ته په رسیدا دی
(last modified Tue, 11 Aug 2020 01:04:01 GMT )
Aug 11, 2020 05:34 Asia/Kabul
  • په نړۍ  د لویدیځ د  سلطې پړاؤ  هم پاي ته په رسیدا دی

د ایران خارجه وزیر دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې ددې خبرې په کولو سره چې جامعه نړیواله ایټمی موافقه د څو کلنو هلوځلو مثبته نتیجه وه ، زیاته کړې ،له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې دغه شیبې ډیرې لنډې وې ځکه چې دغه مثبتې هلې ځلې دځينو لپاره د زغملو وړ نه دي .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د ټولنیزو چینلونو له لارې د  :نړۍ د حالاتو د بدلیدا : په عنوان سره  دغونډو  دلړۍ په دوام کې  پخپلو ژوندیو څرګندونو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  تر وروستیو پورې ، هر هغه څه چې  په نړیوال ډګر کې  ئې اهمیّت درلود،یا په لویدیځي جغرافیا کې  او یا د هغوي په سیاسی حوزې کې  رامینځةکیدل ، وئیلي دي ، دغه  انحصار د کمیدا په حال کې دی او دلیل ئې  دنړیوالو فرصتونو  او چیلنجونو پشمول نړیوال بدلونونه دي .

 جواد ظریف روښانه کړې ده ،لویدیځ  په ځان له سر نړیوالو چیلنجونو سره  دمخامخیدا توانمنۍ نه لري  او په ځان له سر خپل ټولنیز ژواک چاپیریال ، امنیت او ا انسجام  نه ساتلی او نه هم تامینولی شي .  

 د ایران خارجه وزیر  دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  جامعه نړیواله  ایټمی موافقه د څو کلنو هلوځلو  مثبته نتیجه  وه ، زیاته کړې ،له بده مرغه  د تاریخ په اوږدو کې دغه شیبې ډیرې لنډې وې  ځکه چې دغه مثبتې هلې ځلې  دځينو لپاره د زغملو وړ نه دي .

 هغه یادونه کړې ، په تیرو دوو پيړیو کې ، دصفر په جمع کولو سره  سیالۍ او کړچارونه،  تل د جنګونو ،اړۍ ګړۍ ، مصیبتونو او وروسته پاتیوالي  لامل شوي  دي   او هیڅکله ئې  هم دچا لپاره  امنیت  نه دی ډالۍ کړی .

 داسلامی ایران خارجه وزیر  د  افراط پالنو په نتیجې کې  د انسانانو وژلو ته په اشارې سره هم ووئیل ،  داعش جنایتکاره ډله  ډ یرغلونو تیریو، نیواکګرۍ  او کرکې اونفرت  نتیجه  ده او افراط پالنه هم  له نیواکګرۍ  او په تیره بیا له بې عدالتۍ څخه د خلکو  دکرکې اونفرت او خپګان نتیجه  ده .

د  تهران پوهنتون  دنړیوالو مطالعاتو دپوهنځي له خوا د اینسټاګرام  او څو نورو ټولنیزو چینلونو له لارې د  زنده ویناؤ د پنځو غونډو کوربتوب کیږي .

 

ټیګونه