د ایران د دفاع وزارت د بریاو نندرې ته وړاندې کیدل :-
د ایران د دفاعي صنعت ورځې په درشل کښې چې سبا ده د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني په حکم سره د دفاع وزارت ځینې بریاوې نندرې ته وړاندې شوې .
د بې پایلوټه الوتکو د اقتدار د بریاو د نندرتون مخ کتنه ، د اوج په نوم د سپک ټربو جیټ ملي انجن د تولید د کارخانې پرانیستل ، د شهید قاسم سلیماني د بلاسټیک توغندي او د شهید او مهدي مهندس د کروز توغندي مخ کتنه او د جهش په نوم د سپک د ټوربو فین د انجن مخ کتنه د ایران د دفاع وزارت په ملي بریاو کښې شامل دي چې نن د ولسمشر حسن روحاني په حکم سره د ویډیو کانفرنس له لارې نندرې ته وړاندې شوې .
د ایران د هوايي صنایع ادارې د عامل مدیر ځای ناستي برید جنرال هوشنګ کریمیان د هیواد د بې پایلوټه الوتکو د اقتدار په نندرتون کښې چې په اصفهان ولایت کښې ترسره شو په دغه نندرتون کښې موجودې بې پایلوټه الوتکې د کرار د کورنۍ دجنګي او د تاکتیکي ستراتيژیکو بې پایلوټه الوتکو یو ډول ، د مهاجر د کورنۍ د جنګي څارنې بې پایلوټه الوتکې په تیره بیا د مهاجر شپږ (۶) په نوم بې پایلوټه الوتکې ، په لوړ الوت سره د فطرس د لرواټنه جنګي او د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکې او د صادق په نوم د جاسوسۍ د مراقبت بې پایلوټه الوتکې او د ابابیل د کورنۍ ډول ډول بې پایلوټه الوتکې وبللې .
د ایران د هوايي صنایعنو د ادارې د عامل مدیر ځای ناستي هوشنګ کریمیان د دښمن په دافع هوا چینل کښې د دوکې او د راډیویي او د ریډاري اطلاعاتو د راغونډولو او دغه راز د لوړ الوت د دوام په قابلیت سره د جنګ او د جاسوسۍ او د مراقبت په شمول د جنګ د حوزې څو ماموریتونه د بې پایلوټه الوتکو ډول ډول ځانګړتیاوې وبللې .
امیر کریمیان په دې خبرې سره چې د انجن او د جنګي او د جاسوسۍ د سیسټمونو په شمول د دغو بې پایلوټه الوتکو ټول سیسټمونه کاملا ځايي دي او د ایران د متخصصانو په لاس تولید شوي دي زیاته کړه د بې پایلوټه الوتکو په حوزه کښې ستراتیژیکې بریاوې له بایکاټونو سره د مقابلې د اقداماتو او له نړیوال استکبار سره د ارادو په جنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام د برلاسۍ بیلګه ده .
دغه راز د سپکو ټوربو جیټ ملي انجن د تولید د کارخانې په پرانیستلو سره د ایران اسلامي جمهوریت د جنګي الوتکو د موټور یعني انجن د تولیدونکو په اتو (۸) محدودو هیوادونو کښې شامل شوی دی .
د سپک ټوربو فین انجن تولیدول هم د ایران د انجن جوړونې په حوزه کښې یوه (۱)ترټولو مهمه ټیکنالوژیکه بریا ده چې دغه چاره په ځايي ډول د ایران د بره پوهنتونونو په عملي او څیړنیز توان او د ټیکنالوژۍ او د پوه بنسټه شرکتونو له توان څخه په استفادې سره محققه شوي ده .
په عین حال کښې د حاجي قاسم سلیماني په نوم بلاسټیک توغندی چې په دغو مراسمو کښې یې مخ کتنه وشوه دغه توان لري چې په ډیر لنډ وخت کښې چمتو شي او وتوغول شي او د ریډار په وسیله له لیدو پرته او د حرکت لوړ سرعت ته په پام سره ټاکل شوي هدفونه تر یوزر څلور سوه (۱۴۰۰) کلومیټرو پورې واټن کښې په دقت سره په هدف ولګیږي .
د شهید ابو مهدي کروز په نوم توغندی هم د سومار او د هویزه د توغندیو له کورنۍ څخه دی چې زر (۱۰۰۰) کلومیټره واټن لري او درې زره (۳۰۰۰) ټنه وزن لرونکو کشتیو ته د جدي تاوان د رسولو یا د له مینځه وړلو توان لري .
د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي برید جنرال قاسم تقي زاده د دغو دوو (۲) ستراتيژیکو توغندیو د مخ کتنې په دستورو کښې په دې خبرې سره چې د نن ورځې بریاوې د اسلامي ایران د غیرتمن ملت د دښمانانو او د بد غواړو له تصور څخه د ورهاخوا دفاع برخه ده وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بلاسټیک توغندیو په زمینه کښې د ایرو ډاینامیک د پوهې د ټیکنالوژۍ سرحدونو ته رسیدلی دی .
هغه د حاج قاسم سلیماني د بلاسټیک توغندیو په هکله وویل دغه بلاسټیک توغندي کاملا تاکتیکي دي او د ایرو ډاینامیک کنټرول پراساس په دنیا کښې هغه ته د ټولو ورته توغندیو په اپوټه دي داسې شی چې په نړۍ کښې ساری نلري .
د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي قاسم تقي زاده وویل د ابومهدي په توم توغندی دغه وړتیا لري چې په بیلابیلو وختونو او له څو لارو یوه (۱) هدف ته ورسیږي او په دې ترتیب د دښمن دافع هوا سیسټم به په دغه حالت کښې ناتوانه او ناکارنده شي .