جنګ چې په هره بڼه وي بد شی دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا د لویدیځې اسیا په هیوادونو باندې د وسلو له خرڅولو سره یوځاې په جنګ باندې نیوکې کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه مختوب ته په اشارې سره ټینګار وکړ جنګ په هره بڼه چې وي بد شی دی .
هغه وویل له دې سره سره چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل هیواد د وسلو د جوړولو د شرکتونو د جیبونو د ډکولو په هدف سره د امریکا په تندې اعتراف لري خو هغه د لویدیځې اسیا سیمې په هیوادونو باندې د خپل هیواد د شرکتونو د وسلو د خرڅولو لپاره د ښو بازارونو په لټولو بوخت دی .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ باوري دي چې سوړ جنګ ښه دی او د تجارت په ګټه دی دا په داسې حال کښې دي چې ګرم جنګ یعني حقیقي جنګ بیا داسی نه دی خو جنګ په هره بڼه بد دی .
امریکا په نړۍ کښې د وسلو د یوه(۱) ترټولو ستر صادرونکي هیواد په توګه په لویدیځې اسیا سیمې کښې د ناامنیو په زیاتولو او د ترهګرو ډلو په جوړولو او د هغوې په وسلو سمبالولو کښې مهم رول لري .
د امریکا جوړې وسلې د سوریې د یمن او د افغانستان په شمول د سیمې په جنګونو کښې یوازې ملکي خلک وژني .