سردار سلامي:
اسلامي انقلاب د استکباري قدرت انډول ګډوډ کړ
د سپاه پاسداران مشر قومندان: امام خمیني(رح) د نړۍ قدرتونو ته بې پامي او بې پروايي مونږ ته رازده کړه او ویې ښودله چې امریکا هیڅ نه شي کولې.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په ایران کښې د اسلامي انقلاب راتلو او ورسره د استکباري قدرت د انډول خرابیدو ته په اشارې سره وویل: امام خمیني(رح) د نړۍ قدرتونو ته بې پامي او بې پروايي مونږ ته رازده کړه او ویې ښودله چې امریکا هیڅ نه شي کولې.
جنرال حسین سلامي بیګا د (نګاهِ یک) په نامه ټیلیویژني پروګرام کښې په دې خبرې سره چې مقدسه دفاع له بې سارو حیرانتیاؤ ډکه وه، څرګنده کړه: تپلي جنګ وښودله چې وسلې او جغرافیايي پراختیا او د ابر قدرتونو ملاتړ کامیابي او بریا نه شي راوستې او کوم څه چې بری راوستې شي هغه، د خدای په لاره کښې د جنګیدونکو کسانو ایمان او قدرت دی.
د پاسدارانو د لښکر مشر قومندان په ایټمي موافقه کښې د ایران د حقوقو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: که په برجام کښې زمونږ حقوق په رسمیت ونه پیژندل شي نو مونږ به خپل اقدامات وکړو او په دې لړ کښې له لاپو او دړکو نه ویریږو.