په ايران کښې نور له درې زرو نه زيات کسان په کورونا ککړ او دوه سوه پنځه دیرش هم مړه شول
(last modified Tue, 06 Oct 2020 00:11:35 GMT )
Oct 06, 2020 04:41 Asia/Kabul
  • په ايران کښې نور له درې زرو نه زيات کسان په کورونا ککړ او دوه سوه پنځه دیرش هم مړه شول

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې پرون تر ماسپخین له دريو زرو نه د زياتو کسانو په کورونا د ککړیدو کېدو او دوه سوه پنځه دیرش تنو د وفات کېدو خبر ورکړ.

مېرمن سيما سادات لاري پرون ماسپخین په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې درې زره نهه سوه دوه نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه يو زر نهه سوه درې پنځوس کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي، او باقي پاتې کسانو ته کلينيکل  خدمات ورکړې شوي.
مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر څلور لکه پنځه اویا  زره و شپږسوه څلور اویا تنو ته رسېدلی دی زياته کړه: په تېرو څلوريشتو ګېنتو کښې دوه سوه پنځه دیرش تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر  اویشت زره یو سل دوه نوي تنو ته اورسېد.

ټیګونه