د اکتوبر په ۱۸ نیټه د ایران پرضد وسله وال بندیزونه ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93505-د_اکتوبر_په_۱۸_نیټه_د_ایران_پرضد_وسله_وال_بندیزونه_ختمیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه(۱۸) نیټه د ایران د وسله والو شیانو د صادرولو او د واردولو د اجازې د غوښتنې د لائسنس د ختمیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2020 10:43 Asia/Kabul
  • د اکتوبر په ۱۸ نیټه د ایران پرضد وسله وال بندیزونه ختمیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه(۱۸) نیټه د ایران د وسله والو شیانو د صادرولو او د واردولو د اجازې د غوښتنې د لائسنس د ختمیدا خبر ورکړ .

هغه  نن په خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د اکتوبر د میاشتې اتلسمه (۱۸) نیټه د امریکا د ماتي ورځ ده وویل د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه هم د ایران د وسلو د صادرولو او واردولو د اجازت غوښتنې لائسنس لغو کیږي او هم د درې دیرشو (۳۳) حقوقي شخصیتونو په سفر محدودیت ختمیږي .

خطیب زاده ډاګینه کړه امریکا له قانون ورهاخوا ټولو اقداماتو، حیلو او سرغړونو  سره سره ونه توانیده کوم هدف ته ورسیږي او ایران یوځل بیا وښودله چې امریکا هومره چې  ادعا کوي  قدرت نلري .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ ایران د مسولیت منونکي حکومت په چوکاټ کښې د نړۍ سوله  او امنیت تضمینوي او هغه څه چې په راتلونکي اونۍ کښې د ایران د وسلو د بندیز په ختمیدا سره رامینځته کیږي له دغه اصل څخه خارج نه دي .

خطیب زاده د امریکا خارجي بایکاټونه د وسلو له محدودیتونو جلا مقوله وبلله او زیاته یې کړه دغه اقدامات د تبلیغاتو او استخباراتو  ضد یو(۱) ډګر دی او داسې ښکاري هغه اقدامات چې واشنګټن درلودلي هیڅ نتیجې ته نه بلکې لیونتوب ته رسیدلي دي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده دغه راز د تهران د تیلو په بایکاټ کښې د امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل امریکا په خوب کښې هم نه لیدل چې د ایران دتیلو د خرڅلاو په هکله د واشنګټن  هڅې نتیجه  نه ورنکړي او ایران له ډیرو هیوادونو سره خپل کار مخ ته بوځي .

خطیب زاده د ایران او د انګلستان د خارجه وزیرانو د ټیلي فوني سلامشورو او له لندن څخه د تهران د پیسو او  د نازنین زاغري په هکله مشورې ته په اشارې سره وویل انګلستان د ایران پوروړی دی او هره ورځ د دغه پور په بیرته ستنولو کښې د ځنډ په دلیل دغه پور نور هم پسې زیاتیږي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې نازنین زاغري د محکمې حکم لري وویل د ایران قضايي قوه خپلواکه ده او نازنین زاغري هم د محکمې د حکم پراساس د خپل محکومیت او د  سزا پړاو تیروي .

نازین زاغري چې د تامسون رویټرز د ډله ییزو رسنیو په شرکت کښې یې د پروژې د مدیرې په توګه فعالیت کاوه د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال د اپریل د میاشتې په څلورمه (۴)نیټه د جاسوسۍ په تور په ایران کښې ونیول شوه او په بند محکومه شوه .