په ایران کې په کرونا ۲۷۹نور ککړکسان قربانی شول
په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه اته دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي یو میلیون څه دپاسه شپیتو زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون نور په درملنو پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړکسانو ترټولو وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي،دتشخصی دنړیوالو معیارونو په اساس،په تیر شواروز کې په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس څلور زره اته سوه دیرش کسان ککړ شوي چې له دوي دوه زره دوه سوه اوه دیرش تنه بستري شوي دي .سما
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه دیارلس زره دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی،وئيلي دي،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې کروناناروغۍ نور دوه سوه نهه اویا تنه قرباني کړي چې له دوي سره ټول ټال په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر نهه ویشت زره درې سوه پنځوسو تنو ته رسیدلی دی .
د هغې په وینا تردې دمه په ایران کې له ککړو کسانو کابو څلور لکه څوارلس زره اته سوه دیرش تنه په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه اته دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي یو میلیون څه دپاسه شپیتو زروکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون نور په درملنو پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .