ایران د IAEA له پلټونکو سره ښه ملګرتیا کوي
دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې دستمبر په دریمه نیټه د واکمنې شورا غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې دایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایټمي انرژ ۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي د جرمني له ډي پي خبري آژانس سره په مرکې کې د ایران او آژانس ترمینځ ملګرتیاؤ ته په اشارې سره وئیلی دی ، له ایټمی انرژۍ سره پر اړونده مسئلو سربیره ، آژانس په دغه هیواد کې پر ایټمی پروګرام باندې ډيره سخته څارنه کوي .
ګروسي زیاته کړې ، په همداوروستیو کې د آژانس پلټونکو په ایران کې له دوو ا یټمی ریئکټرونو هم کتنه کړې ده .
دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې دستمبر په دریمه نیټه د واکمنې شورا غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې دایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .
د ایران اسلامی جمهوریت او د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس د اګست په وروستیو کې او تهران ته رافایل ګروسي د دوه ورځني سفر په پاي کې په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي وو ، ایران پخپلې خوښې د آژانس دوو مشخص کړائ شوو ځایونو ته د لاس رسي امکان برابر کړی او ددغو موضوعګانو دحل لپاره ئې د آژانس د پلټنو فعالیتونو ته لازیاته لاره هواره کړې ده .