ولسمشر روحاني:
لويديځوال دې د مسلمانانو په کورنيو چارو کښې له مداخلته لاس واخلي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، لويديځ، اروپا او فرانسه که په رښتيا په بشري ټولنه کښې د صلحې، ورورولۍ، صلحې او امنيت په تکل کښې دي نو پکار دے د مسلمانانو په کورنيو چارو کښې له مداخلته لاس واخلي.
ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د يو پېغمبر په شان کښې سپکاوے نه يوازې څه هنر نه دے بلکه د اخلاقو په خلاف، تشدد ته د هڅونې او ميليارډونو مسلمانانو او غېر مسلمانانود احساساتو د تحريکولو لپاره يو حرکت دےله هغو کسانوڅخه چې په دې لار کښې تېروتلي دي وغوښتل زره ترزره دې د خپلې تېروتنې تلافي وکړي او د انصاف، اخلاقو او د ټولو آسماني دينونود عقائدو د احترام لارې ته دې راوګرځي.
ولسمشر روحاني د خداے د عظيم الشان پېغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) د بشريت معلم او د ټولو نړيوالو لپاره د رحمت وبلۀ او وې ويل: دا د حېرانۍ خبره ده هغه کسان چې د کتلور او ډېموکرېسۍ ادعا لري، په يو ډول که څه نه غواړي نور تشدد او وينې بيونې ته هڅوي.
د ايران ولسمشر زياته کړه، د خداے ګران پېغمبر (ص) د يو يو اروپائي په سر چې په ختيځ او لويديځ کښې ژوند کوي حق لري، هغه حضرت د بشريت معلم ؤ او ډېره د حېرانۍ خبره ده چې هغه هېوادونه چې د ازادۍ، بشري حقوقو او د قانون د بالادستۍ ادعا لري خلق د يو بل او د هغو چا سپکاوي ته هڅوي چې ټول خلق يې له وجود سره عشق کوي.
ولسمشر روحاني د ځينو لويديځو چارواکو د ناروا وېناو په اړه د اسلامي نړۍ په موقع او پرېکنده عکس العمل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، دغه په موقع او پرېکنده عکس العمل ښودنه کوي چې اسلامي نړۍ تل د اسلام د عظيم الشان پېغمبر او خپل ستر رهبر حضرت محمد مصطفی (ص) پېروکار دي او وي به.