په ایران کې په کرونانور۳۹۹ ککړکسان قرباني شول
(last modified Thu, 29 Oct 2020 11:25:14 GMT )
Oct 29, 2020 15:55 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونانور۳۹۹ ککړکسان قرباني شول

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه څلور میلیونو تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک اتیا زره کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه دوه دیرش میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

د ایران د روغتیائي  چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په ایران کې په کرونا ویروس د ککړوکسانو  داحصایو په اعلانولو سره وئيلي دي ، د تشخیص دقطعي معیارونو په اساس  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کروناویروس  نور  اته زره  دوه سوه درې نوي  ککړ کسان پيژندل شوي   چې له دوي  دوه زره نهه سوه څلورویشت تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي. میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې  په ټول کې تر دې دمه  دککړو کسانو شمیر پنځه لکه شپږنوي  نهه سوه څلویښتو تنو ته رسیدلی زیاته کړې ده . له بده مرغه په تیر شواروز کې په کرونا ککړو درې سوه نهه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تر دې  دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر څلوردیرش زره یو سل څوارلس تنو ته زیات شوی دی .

Image Caption

 

 د میرمن لاري په وینا،تردې دمه په ایران کې په کرونا ککړ کابو څلورلکه دوه اویا زره شپږ سوه تنه په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي.

 په عین حال کې په درستې نړۍ کې تر دې  دمه  په کروناویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه څلور میلیونو تنو ته رسیدلی  چې له دوي کابو یو میلیون  یو لک اتیا زره کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه دوه دیرش میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو  هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه