ټرمپ لاړ مونږه او ګاونډیان پاتې شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94072-ټرمپ_لاړ_مونږه_او_ګاونډیان_پاتې_شو
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ګډو ګټو د تحقق په لړ کې د سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتو والی خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2020 02:05 Asia/Kabul
  • ټرمپ لاړ مونږه او ګاونډیان پاتې شو

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ګډو ګټو د تحقق په لړ کې د سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتو والی خبر ورکړ .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ګډو ګټو د تحقق په لړ کې د سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتو والی خبر ورکړ .

ښاغلی ظریف د دې خبرې په کولو سره چی ایران ټول خبرو اترو ته بولی وویل خبرې اترې د اختلافاتو او تاوتریخوالیو د ختمولو یوازنۍ لاره ده .

د ایران خارجه وزیر په انتخاباتو کې د ټرمپ ماتې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ټرمپ لاړ مونږه او ګاونډیان پاتې شو .

ټرمپ په تیرو څلورو کلونو کې هڅه وکړه د صیهونیسټ رژیم او ځینو عربو متحدانو په مرسته ایرانی ضد ایتلاف جوړ کړی خو بریالې نشو .