ایران دکرونا ویروس د زرتشخیص لپاره ماډرن کیټ جوړکړ
ددغو کیټونو په وسیله ټسټونه ډير زر نتیجه ورکوي چې کس په کرونا ککړ دی او که نه ،او که ضرورت شي ، نو لا دقیقو ټسټونو هم استفاده کولی شي
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران دروغتیائي چارود وزارت دسلامتیا د ټيکنالوجۍ د پراختیا ددفتر عمومی مدیر حسین وطن پور پرن په یولړ څرګندونو کې د ناروغۍ لومړنۍ پيژندنې او وارمخکې ټسټ لپاره زر تشخیصي آزمیښتونه ډير ښه او اړین بللي او وئیلي ئې دي ، د وارمخکې پيژندګلوۍ او په بله معنا ، د ناروغانو دپيژندلو لپاره تشخیص کونکي ازمیښتونه مناسب آوزار دي اوډیری هیوادونه ورڅخه استفاده کوي .
هغه د آزمیښت د لګښت کمیدا او دوخت چټکتیا ، ددغه کار امتیاز بللی او وئيلي ئې دي ، دغه ټسټونه ډير زر نتیجه ورکوي چې کس په کرونا ککړ دی او که نه ،او که ضرورت شي ، نو لا دقیقو ټسټونو هم استفاده کولی شي .