ولسمشر روحاني:
په ایران باندې بندیزونه باید ختم شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران خلاف ظالمانه بندیزونه باید ختم شي
ولسمشر حسن روحاني پرون له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خبري غونډې کښې، په دې خبرې سره چې د ایران حکومت به پرې نږدي د ظالمانه بندیزونو ختمیدل دې وځنډیږي، څرګنده کړه: په امریکا کښې د نوي حکومت په جوړیدو سره به حالات بدل شي، البته که د امریکې اوسنې ولسمشر هم پاتې شوې وی بیا به هم حالات بدلیدل.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې حکومت په پوره توان نه پرې نه ښودل چې ایټمي موافقه له مینځه لاړه شي، زیاته کړه: د ډونلډ ټرمپ اصلي هدف د ایټمي موافقې له مینځه وړل وو چې په دغه کار کښې کامیاب نه شو.
هغه وویل: د ایټمي موافقې ژوندي ساتل او د سیمې د ثبات لپاره همکاري، دواړه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر مهم دي او په نړیوالو ټولنو کښې د ایران خلاف د ټرمپ د نه کامیابیدو وجه له ۴+۱ هیوادونو سره د ایران غږملتیا او ملګرتیا وه.
د ایران د مجریه قوې مشر څرګنده کړه چې ایران د نړۍ له ټولو هیوادونو په تیره بیا له روسیې او چین سره د اړیکو ساتل غواړي او خوښوي چې له اروپايي اتحادیې او خپلو ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.
ولسمشر روحاني د ایران د غوره او تکړه ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده وژله د هغو کسانو کار وباله چې غوښتل یې د ټرمپ د منحوس حکومت په دې وروستیو ورځو کښې سیمه په جنګ اخته کړي او د دې په ترڅ کښې د شهید فخري زاده له وژلو د صیونیسټي رژيم اصلي هدف په سیمه کښې د بې ثباتۍ رامینځته کول او د جنګ نښلول وو.
هغه د شهید فخري زاده د وینې بدل اخیستل د ایران حق وباله.