د امریکا ولسمشر باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94991-د_امریکا_ولسمشر_باید_له_تاوتریخوالي_ډډه_وکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا رژیم مشر ټرمپ ته په جدي خبرداري سره سپارښتنه وکړه په سپینې ماڼۍ کښې د خپل ژوند په اخري ورځو کښې د خطرناکو ماجرا غوښتنو او د تاوتریخوالي له رامینځته کولو ډډه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 24, 2020 11:40 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا رژیم مشر ټرمپ ته په جدي خبرداري سره سپارښتنه وکړه په سپینې ماڼۍ کښې د خپل ژوند په اخري ورځو کښې د خطرناکو ماجرا غوښتنو او د تاوتریخوالي له رامینځته کولو ډډه وکړه .

سعید خطیب زاده نن د امریکا د ولسمشر ټرمپ لاپو وهلو او ادعاګانو او دغه راز د ایران پرضد د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ سینټکام د عمومي چارو د  برخې څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل هماغه ډول چې له دې مخکې هم وویل شو د امریکا ترهګرۍ ته به د ایران ځواب ښکاره ، له زړورتیا ډک او په متناسبه سویه وي نو ځکه خو ښه خبره دا ده چې د  امریکا رژیم د خپلو فتنو د اچولو د توجیه لپاره له باوري سناریوګانو مرسته واخلي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د پوځ د مرکزي قومندنۍ سینټکام د تورونو په ردولو سره وویل هماغه ډول چې په ځلونو ویل شوي دي په هستوګنو او ډیپلوماټیکو ځایونو بریدونه مردود دي او په دغه خاص موضوع کښې د تور ګوته  په خپله امریکا او  په سیمه کښې د هغې متحدانو او شرکاو ته ورسیخه ده کوم چې د نویو فتنو او د تاوتریخوالو د رامینځته کولو هڅه کوي .

خطیب زاده ډاګینه کړه د سپینې ماڼۍ لخوا په نورو هیوادونو باندې د خپلو ګرمو د مسولیت  د اچولو په دود چوکاټ کښې دا ډول جعلي ، بې اساسه او تکراري تورونه او څرګندونې د جاجونې وړ دي او هغه د هغو سختو شرایطو چې ولسمشر ټرمپ ورسره مخامخ تر اغیز لاندې د راوستلو لپاره مطرح کیږي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د هیڅ سند له وړاندې کولو پرته  ایران په بغداد کښې د واشنګټن په سفارت باندې د راکټي حملو مسول وباله .