ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او بهرنیو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام
د تهران زیاتو ورځپاڼو په په نننیو ګڼو کې تر ډېره د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله له المیادین تلویزیون سره د مرکې او د هغوي لخوا د شهید سلیماني او شهید ابو مهدي المهندس د کلیزې په مناسبت د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
وطن امروز
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې د وطن امروز ورځپاڼه راخلو
وطن امروز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ دلبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله له المیادین تلویزیون سره خبرو ته په اشارې سره لیکلي:
شهید قاسم سلیماني لومړی کس و چې د عربي پسرلي په پلمه سوریې ته یې د خطرې په اړه خبرداری ورکړه
ورځپاڼه زیاته وي: په لبنان کې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د یکشنبې په ورځ د المیادین تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د شهید سلیماني د شخصیت مختلف اړخونه او د مقاومت غورځنګ پیاوړي کولو کې د هغه وروستي تاثیرات په اړه خبرې وکړې.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي: د لبنان د حزب الله مشر د دې مرکې په یوه برخه کې وویل: "شهید سلیماني لومړی کس و چې د عربي پسرلي په پلمه سوریې ته یې د خطرې په اړه خبرداری ورکړه او د دغه هیواد د مقاومت لپاره یې ملاتړ وکړ."
سید حسن نصرالله د دې خبرداری پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: "که د عراق مقاومتي ډلې نه وی، بیا به هم په دغه هیواد کې یوسل او پنځوس زره امریکایی افسران او سرتیرو شتون درلود او د دیموکراسۍ پلوه ادعاګانو او پروپاګندونو برعکس به د امریکې سفارت عراق اداره کولو."
شهید جنرال قاسم سلیماني د دښمن، تروریزم، د داعش له منځه وړلو، او په سیمه کې د امریکې او صهیونیزم د بیلتون غوښتونکو پلانونو په شنډولو کې لوی رول لوبولی دی.
اوس کیهان ورځپاڼه
« کیهان ورځپاڼې هم د حسن نصرالله مرکې ته په اشارې سره لیکلي:
د حزب الله نښه ویشتونکي توغندي په تیر کال کې دوه چنده شوې دي
ورځپاڼه زیاته وي: د لبنان د حزب الله مشر له تلویزیون سره په یوې مرکې کې، صهیونیسټي رژیم په څرګنده ګواښ کړل او په وروستې کال کې د حزب الله د نښه ویشتونکو توغندیو څو جنده کیدو خبر ورکړ.
ورځپاڼه لیکي: سید حسن نصرالله له المیادین تلویزیون سره په خپله مرکه کې د حزب الله قدرت ته په اشارې سره وویل: "موږ لا مخکې اعلان کړی چې په نیول شوي فلسطین کې ځای نشته چې مونږ یي په دقت سره خپله نښه نشو ګرځولۍ". موږ له مخکې دا قدرت درلود، خو له تیر کال راهیسې، دا قدرت څو چنده شوی دی.
اوس صبح نو ورځپاڼه
صبح نو ورځپاڼې د سیاسي خبرونو په مخ د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس د ځواکونو د قومندان شهید سردار قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزي د کمیتې ویاند حسین امیر عبداللهیان په یوه خبري ناسته کې د هغه خبرو ته په اشارې سره لیکلي: د شهید سلیمانی د ټرور غچ اخیستنه د ایران د اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی.
ورځپاڼه لیکي: د سپاه پاسدارانو د قدس د ځواکونو د قومندان شهید سردار قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزي د کمیتې ویاند حسین امیر عبداللهیان په یوه خبري ناسته کې وویل: په دې اړه تر اوسه ۶ هیوادونو سره قضایي همکارۍ شوي او د ایران د عدلیې وزارت په جدي توګه د سردار سلیماني د ټرور دوسیه تعقیبوي.
هغه زیاته کړه چي د سردار سلیماني د ټرور په دوسیه کې د تورنو امریکایانو شمېر ۴۸ تنو ته رسېدلي دي.
ورځپاڼه زیاته وي: سردار شهید قاسم سلیمانی د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان او د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو د سازمان مرستیال ابومهدي المهندس د خپلو اتو ملګرو سره د د جنورۍ د میاشتي پر دریمه د بغداد هوایي میدان ته څېرمه د امریکا د هوایي ترهګرو ځواکونو د برید په ترڅ کې په شهادت ورسېدل.
................................................................
ګرانو اوریدونکو اوس هم راځو کابل چاپ ورځپاڼو ته خو له دې نه مخکې چې تاسو ته د کابل چاپ ورځپانې وړاندې کړو دا ووایو چې د دې په اړه مونږ هیڅ مسئولیت په غاړه نه اخلو او دا مونږ له اینټرنټ راخلو نو کابل چاپ ورځپاڼو په قطر کې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د سولې د دویم پړاو د مذاکراتو له پیل وړاندې یوشمېر خنډونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه خبرې تر پیل وړاندې له بن بست سره مخ شوي دي.
د لېکوال په وینا په دغو خبرو کې اوربند هغه مسئله ده چې لاهم پرې ګڼ اختلافات موجود دي.
د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس افغان پلاوي ته'' اوربند ''د خبرو د بحث لومړی شرط دی، خو طالبانو ته بیا د وروستۍ مسئلې په توګه مطرح دی ځکه د لیکوال په خبره طالب لوری تر اوربند وړاندې نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکوي.
د سرمقاله لیکوونکي په باور طالبان پر افغان حکومت اوربند د فشار د یوې وسيلې په ډول کاروي ځکه دوي نه غواړي پر سیاسي نظام تر هوکړې دمخه اوربند وکړي.
افغانستان
د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان دولت درې لویې تېروتنې کړې دي.
دا د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.
د ورځپاڼې په وینا،لومړنۍ تیروتنه دا وه، چې افغانستان د سولې د خبرو پرمخ بیولو لپاره د قطر غوښتنه ومنله ځکه په خبره یې قطر له کلونو راهیسې د بنسټپالو او ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی او دې ډلو ته یې مالي ملاتړ برابر کړی دی.
دغې ورځپاڼې د دولت بله تېروتنه د مینځګړیتوب لپاره د ښاغلي خلیلزاد منل یاده کړې چې په وینا یې د سولې پروسه باید د افغانانو په ملکیت ترسره شوې وای.
درېمه مسئله چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه د څه باندې 6،000 طالب بندیانو خوشې کول دي، چې د لیکوال په وینا د افغان دولت دغه تیروتنې به نه جرانېدونکې پایلې ولري.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي،چې له طالبانو په پرله پسې توګه د سولې او اوربند غوښتنو برعکس يې جګړه او ترهګريز بريدونه پراخ کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي د اوربند غوښتنو سره سره طالبانو جګړې ته زور ورکړ او همدارنګه د خپلو ۷ زره نورو بنديانو د خلاصون غوښتونکي هم دي.
خو د لیکوال په خبره ښایي د طالبانو دا غوښتنه اوسمهال ونه منل شي.
د ورځپاڼې په وینا اړتیا ده، چې د سولې فرصت بايد له لاسه ونه وځي او طالبان دې د سولې له بهير سره يوځای شي.
د لیکوال په اند د دې مانا داده، چې ملت او نړيواله ټولنه د سوله ييز افغانستان غوښتونکي دي او هغوی چې د سولې په بدل کې د نظام بدلون غواړي، هڅې يې بابېزه دي او نړيواله ټولنه هېڅکله د وروستيو لاسته راوړنو ضايع کېدل نه غواړي.