اروپایان دې په برجامي ژمنو عمل وکړي
(last modified Tue, 09 Mar 2021 03:27:11 GMT )
Mar 09, 2021 07:57 Asia/Kabul
  • اروپایان دې په برجامي ژمنو عمل وکړي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال مشر ټینګار وکړ چې اروپایان باید په عمل کښې ثابته کړي چې پر خپلو ژمنو باندې عمل کوې شي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال مشر ټینګار وکړ چې اروپایان باید په عمل کښې ثابته کړي چې پر خپلو ژمنو باندې عمل کوې شي.

عباس مقتدايي په یوه مرکه کښې وویل: اروپا او امریکا ښه پوهیږي په هغې بې ګټې لوبې کښې چې له کلونو راهیسې یې پیل کړې ده، نوره نو ګټونکې پاڼه نه لري.

هغه زیاته کړه: داسې کوم بندیز نه دی پاتې چې د اسلامي ایران خلاف لګیدلې نه وي او داسې هیڅ اقتصادي دباؤ نشته چې په ایران یې راوستې نه وي.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال مشر دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران د لویدیځوالو په اپوټه د ګټات ډیرې پاڼې لري، ټینګار وکړه: اروپا ښه پوهیږي چې ایران او ګاونډیان یې د شنې لوې وچې د انرجۍ تامینونکې دي او اروپایان له فارس خلیج سیمې سره د خپل تجارت لپاره هغه امنیت ته ضرورت لري چې ایران ټینګ کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې په اقتدار سره په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شتون د اروپایانو په ګټه دی او هغوي ته نه دي پکار چې د سیمې د یو قدرت په توګه، ایران له پامه وغورځوي.

 

ټیګونه