يوازې ايران په برجام ايټمي موافقې پابند ؤ او دے
(last modified Wed, 10 Mar 2021 00:50:09 GMT )
Mar 10, 2021 05:20 Asia/Kabul
  •  يوازې ايران په برجام ايټمي موافقې پابند ؤ او دے

د ايران خارجه وزير د برجام ايټمي موافقې په اجرا کښې د اروپائي ټروئيکا او امريکې بدقوليو ته په اشارې سره وويل، يوازې ايران په دغه بشپړه موافقه پابند ؤ او دے.

د اېرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف پرون په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، امريکه او درې اروپائي هېوادونه پکار دے د ځان ښودنې په ځاے په خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه زياته کړه چې برجام ايټمي موافقه يو بشپړه پروګرام دے چې د امريکې په شمول د پينځه جمع يو ډلې او ايران لخوا نتيجې ته رسېدلےدے.

هغه اشاره وکړه چې په برجام کښې د "ج" مخفف ټکے "جامع" ټکے.

د ظريف دا اشاره له برجام نه بغېر له ايران سره يو جامع موافقې ته د رسېدو په اړه د امريکې د غوښتنو د وړاندې کولو په ردعمل کښې ده.

پرون يو ځل بيا د امريکې يو سل څلوېښت قانون جوړونکي په نظر کښې د دې لرلو نه بغېر چې واشنګټن له ايټمي موافقې وتلے دے او پکار  دے په برجام ايټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته راستون شي د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن ته په يو ليککښې له ايران سره يوې جامع موافقې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه