که په ډيپلوماسۍپسې یوو نوباید د امریکاسروزوري اوبندیزونه ختم شي
(last modified Thu, 11 Mar 2021 02:05:41 GMT )
Mar 11, 2021 06:35 Asia/Kabul
  • که په ډيپلوماسۍپسې یوو نوباید د امریکاسروزوري اوبندیزونه ختم شي

ډاکټر حسن روحايڼ په دغه ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ، دډونالډټرمپ د سیاستونو په نتیجې کې نړیوالې ملګرتیاؤ تاوان موندلی او له بده مرغه ملګري ملتونه او امنیت شورا هم په دغې مودې کې ښه او بې پلوه کړچار نه دی درلودلی او اوس وخت رارسیدلی دی چې دیوه بل په مرستې سره نیمګړتیاوې ختمې کړو .

 زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني بیګا له انګریز لومړی وزیر  بوریس جانسن سره په ټيلیفوني تماس کې  امریکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  او  ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه  لیک خلاف ورزي کونکي بللې  اوددې خبرې په کولو سره ئې چې  باید د واشنګټن دغه حرکت  ونه هڅول شي او  بې سزا پاتې نشي ، ټينګار کړی ،که  په ډيپلوماسۍ پسې یوو ،نو  روښانه لاره ،  د امریکا   ژمنتیاؤ ته بیرته ستنیدا او د بندیزونو لیریکیدا ده او بله هیڅ ټاکنه وجود نه لري .

 ډاکټر حسن روحايڼ په دغه ټيلیفوني تماس کې  وئيلي دي ، دډونالډټرمپ د سیاستونو په نتیجې کې  نړیوالې ملګرتیاؤ تاوان  موندلی او له بده مرغه  ملګري ملتونه او امنیت شورا هم  په دغې مودې کې  ښه او بې پلوه کړچار  نه دی درلودلی  او  اوس  وخت رارسیدلی دی چې  دیوه بل په مرستې سره  نیمګړتیاوې  ختمې کړو .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   کې  د ایران پریکنده سیاست  دعمل په وړاندې عمل بللی او  وئيلي ئې دي، ایران  نور د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو لپاره  یوازینۍ بیّه نشی ورکولی او  باید یوازینۍ  لګښت ورکونکی نشي . ډاکټر روحاي همداراز  ددفاعي تجهیزاتو  له اخستنې سره په ارتباط کې  له انګلستانه  دایران د څو کلنو پورونو موضوع ته هماشاره کړې او وئيلی ئې دي ، په داسې حال کې چې  شاهدان یوو ، ایران پوروړي  هیوادونه  د تړل شوو  مالی سرچینو د پریښودلو او یا د خپلو  پورونو دورکولو په حال کې دي ، ډيره عجبه خبره ده چې د ایران په څو څلویښت کلنې دفاعي  تجهیزاتو  دغوښتنې په بهیر کې  تر دې دمه  کوم عملی پرمختګ  نه دی شوی .

 داسلامی ایران  ولسمشر  په دوام کې  دسیمې  بدلونونو ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، اسلامی ایران تل   په سیمې کې د سولې او آرامښت غوښتونکی دی او  دمونږ له نظره  په سیمې کې  مشخص لوري ، نه غواړي ، آرامښت اوثبات حاکم شي  او امریکایان باید   ددغه شان دسیسو په لومې کې ښکیل نشي .

 هغه په دوام کې  په یمن کې  دانساني غمیزې  د دوام موضوع ته هم ا شاره کړې او وئيلی ئې دي ، ایران  دیمن  دجنګ له هماغه پیله  ټينګار کړی ، چې دغه بحران پوځي حل لاره نه لري  او  په دې اړه ئې څلور ماده ایز پلان هم وړاندې کړی  او دیمن  په ملت دتیریو دختمیدا لپاره ئې د هرډول هلوځلو ملاتړ کړی دی .

انګریز لومړي وزیر  بوریس جانسن  هم په دغو ټيلیفوني خبرواترو کې  دخپلو ژمنو ترسره کولو ته دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ددرستو لورو دعمل کولو لپاره  دانګلستان د  اقداماتو  په باب راپور ورړاندې کړی او وئيلی ئې دي ، چې  مونږ او درست لوري  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو غوښتونکي دي  اودرست  خپلو ژمنتیاؤ ته د ټولو غړو دبیرته ستنیدا لپاره  د لارو چارو د ترلاسه کولو لپاره  باید هڅه وکړو   اوپه دې باب له خپلې  خوا ښه نیّت  نندارې ته وړاندې کړو .

 

ټیګونه