-
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز حاتمي: بریا په ځواک سره تثبیتېږي
Sep 03, 2026 05:30پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز، امیر سرلشکر حاتمي، ویلي دي: بریا په ځواک سره تثبیتېږي، او په دې تاریخي پړاو کې د ایران د وسله والو ځواکونو ماموریت دا دی چې د ځواک د زیاتوالي ترڅنګ خپله پوځي چمتووالی هم لوړ کړي، څو وروستۍ بریا ترلاسه شي.
-
قالیباف: ایران او د مقاومت جبهه د استکبار پر وړاندې په یوه اساسي مسیر کې روان دي
Sep 03, 2026 05:28پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، ویلي چې ایران او د مقاومت جبهه د استکبار پر وړاندې په یوه اساسي او ګډ مسیر کې روان دي. هغه زیاته کړې چې حتی هغه حکومتونه چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري، هم مني چې امریکا په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کېدو لامل ده.
-
رضايي: د ایران نوې ستراتیژي به ستاسو بنسټونه له منځه یوسي
Sep 03, 2026 05:27پارس ټوډې ــ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، دښمن ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به وویني، د جګړې په ډګر، ډیپلوماسۍ او د اقتصادي محاصرې پر وړاندې د ایران نوې ستراتیژي به د هغوی بنسټونه له منځه یوسي.
-
قالیباف: د امریکا ټول اقدامات د شیطان تقلید دي او خپله امریکا «ستر شیطان» دی
Sep 02, 2026 13:44پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د کوهستک د واده په مراسمو کې د امریکا وروستي برید ته په غبرګون کې ویلي، د امریکا ټول اقدامات د شیطان له کړنو څخه په تقلید ترسره کېږي او خپله امریکا «ستر شیطان» دی.
-
د سپاه پاسداران په برید کې په کویټ کې د عليالسالم اډې د امریکايي قوماندان قرارګاه ویجاړه شوه
Sep 02, 2026 13:37پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د کویټ په عليالسالم امریکايي اډې د توغندیز او بېپیلوټه الوتکو برید خبر ورکړ او ویې ویل چې یو شمېر بېپیلوټه الوتکې یې هم ویجاړې کړې دي.
-
بقایي: هره ورځ د ایران د خلکو پر وړاندې د امریکا د جنایتونو په لړ کې نوي جنایتونه ورزیاتېږي
Sep 02, 2026 12:37پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران په جنوب کې د سیریک د خلکو د واده پر مراسمو د امریکا د برید په اړه، چې هغه یې جنګي جنایت بللی، وویل: هره ورځ د ایران د خلکو پر وړاندې د امریکا د جنایتونو په لړ کې نوي موارد ورزیاتېږي.
-
عراقچي: د نړۍ راتلونکی د څو قطبي نظام او څو اړخیزپالنې پر لور روان دی
Sep 02, 2026 12:28پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي: «تر بل هر وخت زیات، د نړۍ راتلونکی د څو قطبي نظام او څو اړخیزپالنې پر لور روان دی او دا موضوع د هېوادونو ترمنځ لا زیاتې همکارۍ او پیوستون ته اړتیا لري.»
-
پزشکیان: د سیمهییزې همکارۍ په برخه کې مو ګټورې او اغېزمنې سلا مشورې درلودې
Sep 02, 2026 12:19پارس ټوډی ـ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په غونډه کې د خپل ګډون، ترسره شویو لیدنو او سیمهییزو همکاریو په اړه د شویو سلا مشورو پایلې او لاسته راوړنې ګټورې او اغېزمنې وبللې.
-
د ایران په جنوب کې د واده په مراسمو د امریکا برید/ ۴ شهیدان او ۶۸ زخميان
Sep 02, 2026 11:43پارس تودی- د ایران په جنوب کې د هرمز د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال د سیریک ولسوالۍ په کوهستک ښار کې د واده په یوه مراسمو باندې د امریکا په هوایي برید کې د ۴ ملکیانو د شهادت او د ۶۸ د ټپي کېدو خبر ورکړی.
-
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیزولي: امریکایي دښمن ته به سخت زیانونه واړوو
Sep 02, 2026 11:21پارس تودی- د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیزولي او د حضرت خاتم الانبیا (ص) مرکزي قرار اعلان وکړ: په هیڅ ډول حالاتو کې د ایران د اتل ولس له حقوقو څخه نه شاته کیږو او امریکایي دښمن ته به درانه زیانونه واړوو.