-
د ایران وسلوالو ځواکونو په کویت، اردن ،بحرین او اربیل کې د امریکائي ترهه ګرو پر مرکزونو توغندوي بریدونه وکړل
Sep 02, 2026 05:59د ایران د اسلامی جمهوریت د د وسلهوالو ځواکونو د تنبیهي عملیاتو په دوام کې، په کویت ،اربیل او بحرین کې د امریکا د ترهګر پوځ مرکزونه په نښه شول.
-
په اردن کې د امریکائي سمندري ځواکونو پرمرکز د بالسټیک توغنديو سخت ګوزارونه
Sep 02, 2026 05:51د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې په اردن کې د امریکايي سمندري ځواکونو پر مرکز ، چې د «تیتین کمپ» په نوم یاد شوی، بالسټیک توغندي لګېدلي او د دوي په وینا، ګڼ شمېر امریکايي عسکر پکې هلاک شوي دي .
-
په تر ټولو ممکن ليرې واټن کې دد ټارګټ شنډول د هوائي دفاع سټراټیژي ده
Sep 02, 2026 05:38پارس ټوډې ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا(ص) مرکزي قرارګاه قوماندان وویل: پر داخلي توان او متخصصو ځوانانو تکیه کول، د ایران پر وړاندې د هر ډول او هرې کچې متعارفو او نوو پوځي ګواښونو ته پر وخت، انقلابي او اغېزشیندونکي ځواب ورکولو لپاره اړین شرط دی.
-
د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا تپلی فرمان هیڅکله هم نه مني
Sep 02, 2026 05:22پارس ټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران خپلې ملي ګټې د پرېکړو بنسټ ګرځوي او د امریکا د هڅو پر وړاندې چې غواړي خپلې غوښتنې پر ایران وتپي، تهران به د واشنګټن تپلي فرمان ته تسلیم نه شي.
-
ایران په تېرو ۱۵ میاشتو کې په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی
Sep 02, 2026 05:04پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: په تېرو ۱۵ میاشتو کې مو په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی او ایران تر خپل دښمن ډېر توانېدلی چې خپل پوځي قدرت بېرته ورغوي.
-
د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي
Sep 02, 2026 04:54پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز: له هېڅ ځای څخه تیری نه شو زغملی
Sep 01, 2026 11:18پارس تودی- د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د ایران د اسلامي جمهوریت د «حضرت خاتمالانبیا(ص)» مرکزي قرارګاه د امریکا جنایتکارو مشرانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: تاسو څو ځله د ایران د وسلهوالو ځواکونو او زړورو او مقاومت کوونکو خلکو پیاوړې اراده آزمویلې ده، یو ځل بیا یې مه آزمویئ.
-
عراقچي: د ایران ولس به د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره مقاومت وکړی
Sep 01, 2026 11:12پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په قرغیزستان کې د شانګهای د سرمشریزې د لومړۍ ورځې له پای ته رسېدو وروسته وویل: د ایران ملت به د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
-
بقایي: اروپا په عمل کې د واشنګټن د اوامرو تابعداره ده
Sep 01, 2026 11:10پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران پر ضد د امریکا د اقتصادي جګړې په ملاتړ کې د اروپا د دریځ په غبرګون کې وویل: اروپا نور نه شي کولای د «ستراتېژیکې خپلواکۍ» خبرې وکړي، په داسې حال کې چې په عمل کې یې خپل رول د واشنګټن د اوامرو تر سره کوونکې ته راټیټ کړی دی.
-
سردار شکارچي: له ایران سره په جګړه کې له زرو ډېر اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي
Sep 01, 2026 06:07پارسټودي ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو مشر ویاند وویل: له ایران سره په جګړه کې له زرو ډېر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.