-
اکرم الکعبي: د جنازې په مراسمو کې ګډون د صهیونیسټانو سره له جنګېدو هېڅ کم نه دی
Jul 04, 2026 06:27پارس ټوډې- د عراق د النجباء غورځنګ عمومي منشي اعلان وکړ: د شهید رهبر، ایت الله سید علي حسیني خامنه اي د مبارک بدن د تشییع په مراسمو کې ګډون له صهیونیسټانو سره له جنګېدو هېڅ کم نه دی.
-
د یمن د وسلهوالو ځواکونو سعوديانو ته خبرداری ورکړ
Jul 04, 2026 06:08پارس ټوډې- د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوې اعلامیې کې د سعودي عربستان د پوځي الوتکو له خوا د یوې ایراني مسافر وړونکې الوتکې د کېناستلو د مخنیوي هڅې ته په اشارې سره، سعودي دښمن ته د دغو هڅو د تکرار په اړه خبرداری ورکړ.
-
نړۍ د مقاومت د بیرغوال په بدرګه کې راپاڅېده
Jul 04, 2026 05:37پارس ټوډې- تهران د نږدې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، شخصیتونو او ولسي ډلو په حضور سره، د هغه شهید رهبر د نړیوال بدرګې صحنه ده چې د مقاومت، عدالت غوښتنې او د مظلومانو د دفاع بیرغ یې د ایران له پولو هاخوا اوچت کړ.
-
د ایران د درو واړو قواؤ مشرانو د شهید امام خامنه اي د جنازې درناوی وکړ
Jul 03, 2026 17:20پارس ټوډې د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ او د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام نورو یو شمیر مسئولانو د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د پاکې جنازې د احترام لپاره شتون درلود.
-
د ایران ملت ظالم او جنایتکار ته هېڅکله هم نه تسلیمېږي
Jul 03, 2026 16:03پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان جنرال امیر حاتمي، په یوه پیغام کې د درستو قواؤ د ستر قوماندان شهید امام خامنه اي د سپېڅلي جسد د بدرګې او جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ، حماسي او تاریخ جوړونکي ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ: د ایران ملت به د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي او تر پایه به پر خپل دریځ ولاړ وي.
-
د ایران شهید رهبر د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي لپاره ستر ګامونه واخیستل
Jul 03, 2026 15:48پارس ټوډې – د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مفتي او مشر باور لري چې د ایران مجاهد او شهید رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي،د خپل ژوند په مودې کې د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي (تقریب مذاهب) لپاره مهم او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي.
-
اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري
Jul 03, 2026 15:37د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
-
د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده
Jul 03, 2026 15:08پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال «هه وي» سره وکتل او په دغې کتنې کې ئې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو، سیاسي او پارلماني اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د نړئ د ترټولو ستر رهبر د ولولناکې او حماسه پنځونکي جنازې دستورې (تبصره)
Jul 03, 2026 14:57پارس ټوډې- له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا دي.
-
د شهید آیتالله سید علي خامنهای نوم به په تاریخ کې تلپاتې پاتې شي
Jul 03, 2026 14:54پارس ټوډې – یوه وتلي الجزایري مفکر په خپل پیغام کې لیکلي، د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید آیتالله سید علي خامنهای نوم به د مسلمانانو په اوسمهاله تاریخ کې د لسیزو لپاره تلپاتې پاتې وي.