-
روسیه: دښمنان غواړي د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ بې باوري رامنځته کړي
Dec 22, 2025 02:30د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي، دښمنان هڅه کوي د مسکو او شمالي کوریا ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.
-
عراقچي د بلجیم له ظرفیت څخه په اروپایي اتحادیه کې په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ
Dec 22, 2025 02:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په بلیجیم کې د ایران سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو ساتلو او پیاوړي کولو او د ایران-بلجیم ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو او مشورو پراختیا او د دې هیواد د ظرفیت څخه د اروپايي اتحادیې په کچه د ګټې اخیستلو په اهمیت ټینګار وکړ.
-
د غزې له کنډوالو څخه نږدې ۱۰۰ نور جسدونه راایستل شول
Dec 22, 2025 01:55د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي چې په دې تړانګه کې یې له کنډوالو څخه د ۹۴ فلسطینیانو جسدونه راایستلي دي.
-
د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې د ډزو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Dec 22, 2025 01:53د را پورونو له مخې؛ د جنوبي افریقا هېواد د جوهانسبرګ اړوند په یوه هوټل کې د ډزو پېښه کې لس تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
-
پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانان مړه شوي
Dec 22, 2025 01:52د پاکستان جنګ رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان بلوچستان ایالت په تفتان سیمه کې د تېلو ټانکر او موټر د ټکر له امله ۹ کسان مړه او لس نور ټپيان دي.
-
د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۹ وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړ
Dec 22, 2025 01:51د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په خیبرپښتونخوا کې په دوه جلا عملیاتو کې ۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.
-
د اسرائیلو د امنیت کابینې په اشغالي لویدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو یهودي ښارګوټو د جوړولو منظوري ورکړه
Dec 22, 2025 01:50د عربي رسنیو د خبر له مخې؛ د وروستیو نویو ښارګوټو د جوړولو د منظورۍ وروسته، د تیرو درې کالونو په ترڅ کې په اشغالي لویدیځه غاړه کې د دوی لخوا د منظور شویو ښارګوټو ټولټال شمېر ۶۹ ته رسېدلی دی.
-
سعودي عربستان کې دوه پاکستاني وګړو ته د مرګ سزا ورکړل شوې
Dec 22, 2025 01:48د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د نشهیي توکو قاچاق په جرم دوو پاکستاني وګړو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
-
د ایران د ایټمي صنعت حرکت د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کچه دی
Dec 21, 2025 10:48پارسټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر وویل: نن سبا د هېواد ایټمي صنعت په بېلابېلو برخو کې د پرمختللو هېوادونو په کچه پر مخ روان دی.
-
په امریکا کې د جفري اپستین د فساد د دوسیو سانسورپه کوم هدف سره؟
Dec 21, 2025 10:31پارسټوډې – د امریکا د عدلیې وزارت لهخوا د جفري اپستین د فساد دچینل د دوسیې د سندونو پراخ سانسور، د دې قضیې په اړه شکونه زیات کړي او په دغه هېواد کې ئې د معلوماتو د آزادۍ په اړه بحثونه راپارولي دي.