-
د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان مننه وکړه
Jan 24, 2026 01:55زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» په جینیوا کښې د ایران په حق کښې د اصولي دریځ د غورکولو کولو په خاطر د پاکستان شکریه ادا کړه.
-
ایران له تر ټولو بدې سناریو سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري
Jan 24, 2026 01:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان»له ایران سره د لویدیځو هیوادونو د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ په حل لارې باندې ټینګار سره وویل:که چیرې تهران داسې احساس کړي چې په خبرو کښې تر کلابندۍ لاندې دی نو له تر ټولو بدې سناریو سره مقابلې کولو ته تیار دی.
-
امریکا د ایران په ارتباط په نهو کشتیو او اتو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول
Jan 24, 2026 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل چې د ایران په ارتباط په نهو کشتیانو او اتو شرکتونو باندې یې بندیزونه لګولي دي.
-
د امریکا ولسمشر ټرامپ دې باید بښنه وغواړي
Jan 24, 2026 01:14زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا لومړي وزیر «کی یر اسټارمر» په افغانستان کښې د انګلستان په شمول د ناټو په کړچار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې خطرناکې او له سپکاوي ډکې وبللې او د ټرامپ لخوا د بښنې غوښتنه یې وکړه.
-
عراقچي په ایران کښې د وروستیو ترهګرو عملیاتو د مرګ ژوبلو او د ورانیو شمیر خپور کړ
Jan 24, 2026 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس »ته په ځواب کښې په ایران کښې د وروستیو ترهګرو عملیاتو د ورانکاریو او د مرګ ژوبلو شمیر خپور کړ.
-
د ایران اسلامي جمهوریت بهرني دباو ته نه تسلیمیږي
Jan 24, 2026 00:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو او په جینیوا کښې په نورو نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «علي بحریني» د ایران په باره کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې ډاګینه کړه چې تهران د خارجي دباو په مقابل کښې نه تسلیمیږي او پټ تیری چې د اندیښنې په جامو کښې وړاندې کیږي نه زغمي.
-
د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک سیاسي دی
Jan 24, 2026 00:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په جینیوا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ایران په هکله د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک سیاسي او مردود وباله.
-
پاکستان کښې ټرافیکي پیښې اته کسان وژلي
Jan 24, 2026 00:00زمونږ خبریال راپور د پاکستان د سیند صوبې په جامشورو سیمه کښې په لویه لاره کښې د ټرک او د موټر ګاډي ترمینځ په ټکر کښې تراوسه اته کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
د حضرت امام حسین (ع) زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Jan 23, 2026 11:05نن جمعه د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۳مه او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان درېیمه نېټه ده، چې د شیعه مسلمانانو د درېیم امام، حضرت امام حسین (ع) له نېکمرغه زوکړې او د پاسدار له ورځي سره سمون خوري.
-
ولې امریکا ټینګار کوي چې اروپا او د هغې مشران سپک کړي؟
Jan 23, 2026 10:48پارسټوډې – ډونالډ ټرمپ د داووس په ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د سلګونو ګډونوالو پر وړاندې په سپکوونکې لهجې سره وویل: «اروپا پرته له امریکا نه شي کولای له ځانه دفاع وکړي. هغوی ښکلې خبرې کوي، خو په عمل کې کمزوري او پر نورو متکي دي.»