Mar 27, 2024 15:36 Asia/Kabul
  • د عراق اسلامي غورځنګ د صهیونیسټي پوځ دوه مرکزونه په نښه کړي

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ نن چهارشنبې د دوه جلا بیانونو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې پرون سه شنبې ماښام یې د فلسطینیانو په ملاتړ د فلسطین په سویلي اشغالي سیمه کې د عوبدا په نوم د صهیونیسټي پوځونو هوایي اډه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ په نښه کړې ده.

دغه غورځنګ زیاته کړې، چې دویم برید یې نن سهار په اشغالي سیمه کې د سبیر په نوم د اسرئیلي رژیم د پوځ پر اډې ترسره کړی دی.

وروسته تر هغې چې غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړې ډول د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیسټي پوځونو ترمنځ روانه جګړه پیل شوه، نو په سیمه کې ډېرو نورو اسلام پاله او جهادي ډلو لکه د لبنان حزب الله، د یمن حوثي، د عراق اسلامي مقاومت غورځنګ او نورو د غزې پر ملاتړ د اسرائیلي رژیم پر وړاندې ودرېدل او په یو نه یو ډول ورسره مقاومت کوي.

ټیګونه