د کابل او اسلام آباد په اړیکو کښې نوې شخړه رامینځته شوه
د پاکستان له پخواني وزیراعظم نواز شریف سره د افغانستان د ملي امنیت د صلاحکار کتنې د کابل او اسلام آباد اړیکې د کشالو یو نوي پړاؤ ته رسولې دي.
د پاکستان له پخواني وزیراعظم نواز شریف سره د افغانستان د ملي امنیت د صلاحکار کتنې د کابل او اسلام آباد اړیکې د کشالو یو نوي پړاؤ ته رسولې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون وویل چې د دغه هیواد د ملي امنیت صلاحکار حمد ا... محب او د صلحې په چارو کښې د حکومت وزیر سید سعادت منصور نادري په لندن کښې د پاکستان په پخواني وزیراعظم نوازشریف سره ملاقات کړی دی.
په دغه کتنه کښې نواز شریف ویلي دي چې ثبات لرونکی او پياوړی افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.
د متقابل احترام او د یو بل په کورنیو چارو کښې د پاکستان او افغانستان د دخالت نه کولو سیاست، له نواز شریف سره د حمد ا... محب د بحث وړ بله موضوع اعلان شوې ده.
د افغانستان ډله ایزو رسنیو پرون ویلي چې له دغه ملاقات وروسته د پاکستان د رسندوي اطلاعاتو وزیر فواد حسین چودري په یو ټویټري پيغام کښې لیکلي دي: له پاکستانه بهر ته د نواز شریف پریښودل خطرناک وو.
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار ادعا کړې چې پاکستان د افغانستان د خلکو خلاف د حملو په پلاننګ کښې د ترهګرو مرسته کوي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ اړیکې په دې وروستیو ورځو کښې د سپين بولدک په سرحدي سیمه کښې د افغانستاني پوځیانو د عملیاتو په هکله د پاکستان د هوايي ځواک د ګواښ په هکله د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستیال امر ا... صالح له څرګندونو او هم داشان په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر د لور له تښتول کیدو وروسته کړکیچنې شوې دي. څو ورځې مخکښې د افغانستان ولسمشر هم ویلي وو چې هیواد ته یې له پاکستان څخه لس زره جګړه مار ورغلي دي.