د پاکستان سمندري ځواک له ایران سره د اړیکې ژورتیا ته لیواله دی
د پاکستان د سمندري ځواک قومندان په اسلام آباد کښې د ایران له سفیرسره په کتنه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا په اهمیت ټینګار وکړ
د پاکستان د سمندري ځواک قومندان په اسلام آباد کښې د ایران له سفیرسره په کتنه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا په اهمیت ټینګار وکړ
ایډمرل امجد خان نیازي په اسلام آباد کښې د پاکستان د سمندري ځواک په قومندانۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر سید محمد علي حسیني کوربه توب وکړ.
ایډمرل نیازي ایران ته له خپل وروستي سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د ایران د سمندري ځواک له قومندان ایډمرل شهرام ایراني سره ملاقات ته اشاره وکړه او د سمندري ملګرتیاؤ د لوړولو ضرورت ته یې د طرفینو د ګروهنې یادونه وکړه.
هغه هم داشان د سمندرونو د امینت د ساتنې او زیاتونې په موخه د سیمه ایزو ملګرتیا په پراختیا هم ټینګار وکړ.
د دوه اړخیزو سمندري موافقو د لاسلیکولو او د ایران او پاکستان ترمینځ د پلاویو د تبادلې لپاره هلې ځلې په دغه ملاقات کښې د خبرواترو بله موضوع وه.