پاکستان د پنجشیر په پیښو کښې د دخالت د تور خلاف نوی دریځ غوره کړ
(last modified Fri, 10 Sep 2021 01:35:48 GMT )
Sep 10, 2021 06:05 Asia/Kabul
  • پاکستان د پنجشیر په پیښو کښې د دخالت د تور خلاف نوی دریځ غوره کړ

پاکستان وايي چې دغه هیواد د یو امن، باثباته، خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره په مرستې او ملګرتیا ژمن دی.

د پاکستان له پوځ وروسته د دغه هیواد خارجه وزارت هم د افغانستان په پنجشیر کښې د پاکستان د پوځي لاسوهنې په هکله د نړیوالو رسنیو د وروستیو رپورټونو په وړاندې دریځنیونه وکړه.

د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل چې د پنجشیر په پيښو کښې د پاکستان د لاسوهنې په هکله د ځینو نړیوالو رسنیو رپورټونه په یوې خاص انګیزې سره خپاره شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت هندوستان او د دغه هیواد رسنۍ د دروغو خبرونو په خپرولو تورنې کړې او زیاته یې کړه: د هندیانو جعلي خبرونه ایشوا شوي دي او معلومیږي چې دا کار یې د پاکستان د بدنامولو او د نړیوالې ټولنې د غولولو لپاره د نهیلې کونکې هڅې یوه برخه ده.

د پاکستان حکومت زیاته کړه چې دغه هیواد د یو امن، باثباته، خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره په مرستې او ملګرتیا ژمن دی.

 

ټیګونه