له اسلام سره د مقابلې دبهیرپه ضد دپوتین دریځ دهرکلی وړدی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110130-له_اسلام_سره_د_مقابلې_دبهیرپه_ضد_دپوتین_دریځ_دهرکلی_وړدی
  عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان  په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره  دمقابلې لپاره  دغه  پیغام  دغیر اسلامی هیوادونو  واکوالانو ته مخابیره کړو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 25, 2021 01:27 Asia/Kabul
  •  له اسلام سره د مقابلې دبهیرپه ضد دپوتین دریځ دهرکلی وړدی

  عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان  په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره  دمقابلې لپاره  دغه  پیغام  دغیر اسلامی هیوادونو  واکوالانو ته مخابیره کړو .

 ایرنا خبری اژانس راپور راکړ ،  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له اسلام  سره د مقابلې د بهیر  په ضد د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  دوروستیو څرګندونو په هرکلي سره پخپل یوه پیغام کې ولیکل ، د ولادیمیر پوتین د څرګندونو هرکلی  کوم  او دا روښانه ده چې  د اسلام  دګران پیغمبر  په شان کې ګستاخي  د بیان آزادي نه ده او هیڅکله هم د بخښلو وړ هم نه ده .

د  پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه د روسیې د ولسمشر څرګندونې  ددغه پیغام د  دمنعکس کولو د اهمیّت ښودنه کوي ،چې د پيغمبراکرم (ص) په شان کې بې حرمتي  هیڅکله هم د بیان   د آزادۍ برخه نه ده .

  عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان  په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره  دمقابلې لپاره  دغه  پیغام  دغیر اسلامی هیوادونو  واکوالانو ته مخابیره کړو .

 د وئيلو ده چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون په ماسکو کې په خبری کنفرانس کې  روښانه کړې ، چې د اسلام د پیغمبرسپکاوی  دبیان آزادي نه ده، بلکې دغه  شان اقدامات  نفرت خورونې او افراط پالنې ته لازیاته  لمن وهي .