د اسلام آباد-تهران-استنبول مال ګاډی انقرې ته ورسید
(last modified Fri, 07 Jan 2022 03:07:01 GMT )
Jan 07, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • د اسلام آباد-تهران-استنبول مال ګاډی انقرې ته ورسید

د اسلام آباد-تهران-استنبول مال ګاډی د پاکستان، ایران او ترکیې په خاوره کښې د ۵ زره ۹ سوه ۸۱ کیلومیټره لارې په وهلو سره د ترکیې پلازمینې انقره ښار ته ورسیده

په ترکیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد فرازمند د دغه مال ګاډي د هرکلي په دستورو کښې د دریو ګاونډي هیوادونو ریلي لاره په سیمه کښې د اقتصادي بدلون پيلامه وبلله او ویې ویل: په دې ریل لارې سره به د پاکستان، ایران او ترکیې له لارې له آسیا څخه اروپا ته د شیانو په انتقال کښې د وخت او لګښت د پام وړ بچت او سپما وشي.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر عادل کارا اسماعیل اوغلو هم په دغو دستورو کښې وویل: د پاکستان،ایران او ترکیې ریل لاره د چین او هند په شان زیات نفود لرونکو هیوادونو د صادرونکو لپاره یو نوی انتخاب دی چې د یادو هیوادونو له لارې خپل شیان ډیر زر او ارزان د اروپا بازارونو ته ورسوي.

 

ټیګونه