پاکستان ته د ایران د کورنیو چارو د وزیر سفر ؛ دوه ګاونډیان او ګډې ګټې او اندیښنې :ـ
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تیرې دوشنبې ورځ اسلام اباد ته په سفر کښې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنې او خبرې وکړې .
د ایران د کورنیو چارو د وزیر او ورسره پلاوي د پاکستان له چارواکو سره د سرحدي مدیریت ، په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي زمینو کښې د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په شمول د بیلابیلو موضوعګانو او دغه راز د سیمې د بدلونونو او د څو اړخیزه ملګرتیاو په هکله غور وکړ .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دغه کتنه کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ په زړو اړیکو کښې په مثبتو بدلونونو باندې د خوښې په څرګندولو سره د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره په بیلابیلو زمینو کښې په موجودو پراخو ظرفیتونو ټینګار وکړ .
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم په سیاسي ، دفاعي او امنیتي برخو کښې د دواړو هیوادونو اړیکو ته په اشارې سره دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاوې او له موجوده ظرفیتونو څخه استفاده اهمیت لرونکي وبلله .
ایران او پاکستان پراخې او ژورې اړیکې لري او د دواړو ګاونډیو هیوادونو د چارواکو ترمینځ بیلابیلې کتنې په دوامداره توګه ترسره کیږي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تیر میلادي کال د نوامبر دمیاشتې په اتویشتمه نیټه ترکمنستان ته په سفر کښې له یوبل سره کتنه کړي وه او د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا یې ټینګار کړی و .
له ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره د تجارت پراخول د ایران د دیارلسم حکومت د خارجي سیاست لومړیتوب دی او په همدې اساس د ایران او د پاکستان چارواکو د نوامبر د میاشتې په اومه نیټه د تجارتي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړه ؛ په پینځه کلن پړاو کښې د اقتصادي او د تجارتي اړیکو پراخول ، د راکړې ورکړې لپاره د مکانیزم طراحي کول ، د غیر مالیاتي خنډونو ختمول ، د نندرتونونو ملګرتیا ، تر دوه زره اوویشتم میلادي کال پورې د تجارتي ملګرتیاو د پینځه کلن پړاو تمدیدول، د ګډې سرحدي بازارچې جوړول د دغو دریو موافقو مهمې مادي دي .
د دسمبر د میاشتې په یویشتمه نیټه د ایکو کانټینربر (ITI) په نوم د اسلام اباد ـ تهران ـ استنبول د اورګاډي د کار پیلیدل هم له مخکې څخه زیات د ایران او د پاکستان د دوه اړخیزه تجارت د پراختیا زمینه برابره کړي ده .
ایران او پاکستان د دوه اړخیزه نږدې ملګرتیاو او د تعامل په څنګ کښې د سیمې او د سیمې د حالاتو په هکله په بحث کولو کښې پرله پسې او رغنده سلامشورې لري ؛ په همدې اساس د ایران او د پاکستان په ګډو سرحدونو کښې د پایداره امنیت د ساتلو او له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د اطلاعاتو تبادله او امنیتي ملګرتیاوې د دواړو هیوادونو د چارواکو په اجنډا کښې شاملې دي .
همدا اوس د سیمې بدلونونو ته په پام او د افغانستان د شرایطو په شمول چې له ایران او پاکستان سره اوږده سرحدونه لري دغو دواړو هیوادونو ته د سرزورو ډلو د نفوذ او د ناامنۍ د زیاتیدا په زمینه کښې ګډې اندیښنې شته .
دغه زمینې د ګډو لارو چارو رامینځته کولو ته ضرورت لري او په تیرو کلونو کښې د دواړو هیوادونو ګډي سرحدي ، استخباراتي او امنیتي ملګرتیاوې توانیدلي دي چې له دغو ډلو سره د مقابلې او د سرحدونو د امنیت د ساتلو لپاره اغیز شیندونکي ووسي .
دغه راز د ایران او د پاکستان ترمینځ د امنیت زیاتیدل د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور سي پیک په بریالي ډول د اجرا کیدا لپاره یو ضرورت ګڼل کیږي کوم چې د یوه کمر بند او یوې لارې یعني ون بیلټ ، ون روډ د پروژې برخه ده .
ښکاره خبره ده چې ایران او پاکستان په څه د پاسه نهه سوه کلومیټره ګډ سرحد لرلو سره ګډې اندیښنې او ګټې لري ؛دواړه هیوادونه دیني او کلتوري ګډولې او اداب او رسوم لري او د ګاونډي توب په دلیل د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت لګښت نسبتا کم او د دواړو لورو د ګټو تامینونکی دی .
سرحدي ټرمینلونه ، د ګاډو او د اوورګاډو تګ راتګ او بازارچې د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیا له پراختیا سره د مرستې لپاره ښه فرصت دی ؛هماغه راز چې له پاکستان څخه ایران او بیا ترکیې ته تجارت هم کولای شي اروپا سره د ایکو د ریل ګاډي له لارې د پاکستان د وصل کیدا سبب شي .
د پاکستان د دفاعي چارو کارپیژاند متین حیدر د ایران او د پاکستان د اړیکو د اهمیت او اسلام اباد ته د ایران د کورنیو چارو د وزیر د سفر په هکله وايي د سیمې په وړاندې د لویدیځو هیوادونو لاسوهونکي کړچارونه او په تیره د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا په بحث کښې د دوې کارړنګوني ته په پام سره پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي سفر د سیمې د امنیت لپاره د تهران او د اسلام اباد د پیوستون او د ګډو ګټو د تامینولو مصداق دی .