پاکستان کښې د بعثت مراسم ترسره شوي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د پیغمبر اعظم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د مبعث د نیکمرغه اختر د رارسیدا په مناسبت د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د وحدت غونډه ترسره شوه .
دغه غونډه د «ابلاغ »د ادبي ټولنې په ملګرتیا او د شیعه او دسني مسلمانانو د یوشمیر علماو ، د پوهنتون د استادانو او د مشهورو شاعرانو په ګډون سره د محفل رسول خاتم (ص ) په نوم سره ترسره شوه .
د اسلام اباد د الکوثر د علمیه حوزې نامتو استاد انور نجفي ، د اهل سنتو نامتو روحاني علامه محمد حیدر علوي ، نامتو روحاني او د ملي پیوستون د شورا د بین المسلمین اتحاد مرستیال علامه پیر محمد سعید احمد نقشبندي او د جمعیت علمای پاکستان مرکزي مشر تنولي د وحدت د غونډې اصلي ویناوال وو .
پیر علامه محمد سعید احمد چشتي نقشبندي وویل د مسلمانانو ترمینځ وحدت او پیوستون د نبوي تعلیماتو پراساس او د قران له تعلیماتو په سرچینه اخیستلو سره زمونږ د نن ورځې ضرورت دی او مونږ هوډمن یوو چې اختلافاتو ته د لمن وهلو پرځاې د اسلام پیوستون لپاره ګام پورته کړو .