له اسلام اباده د استانبول په لور د اکوڅلورم کنټینري اورګاډی هم روان شو
(last modified Sun, 20 Mar 2022 08:27:32 GMT )
Mar 20, 2022 12:57 Asia/Kabul
  • له اسلام اباده د استانبول په لور د اکوڅلورم کنټینري اورګاډی هم روان شو

 په دغه ریلي پټلۍ باندې د اورګاډي  د  سفر وخت ، دسمندري لارې په وسیله د شیانو د ځاي په ځاي کولو له وخته تقریبا پنځوس فی صده کم  اټکل شوی دی . ددغه کریډور په پرانیستې سره ، سیمه ایز سفر  رامینځةشوی  او په سیمې کې به د اقتصادي فعالیتونو د رونټیا سبب شي .  

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ،د اسلام اباد ،تهران او استانبول د اکو کنټینري یا  باری اورګاډی  چې د مختلفو شیانو شپږ کنټینرې ئې  بار کړي ،له پآکستانه د ترکیې په لور وخوځيد.

په راپور کې وئيل شويۍ دي ،دپاکستان د اورګاډي د  ادارط یوې خبرې سرچینې  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ود اکو په څلورم اورګاډي کې  چې د استانبول په لور خوځیدلی دی ،درې څلویښت فټي کنټیرنو باندې مشتمل دغه اورګاډی  په پیل کې د روهړي ، سکهر په لورخوځیدلی  او وروسته به  له دې سره له کراچۍ راروان شوي اورګاډی  چې هغه په درو کنټینرو مشتمل دی  دې سره یو ځاي شي   او د  تهران په لور به حرکت وکړي . او راتلونکي اونۍ  به تهران ته او له هغه ځايه  د ترکیې د استانبول په لور وخوځيږي .

ټیګونه